کور / تازه خبرونه / د کاناډا بادي کښتۍ ډوبه سوه، سپرلي ټول ژوندي دي

د کاناډا بادي کښتۍ ډوبه سوه، سپرلي ټول ژوندي دي

د کاناډا هيواد پوري اړوند يوه بادي کښتۍ د ٦٤ سپرليو سره ډوبه سوه چي د حکومت په وينا تر ١٦ ساعته عملياتو وروسته يې ټول سپرلي ژوندي راوکښل.
دغه کښتۍ د برازېل پلازمېني ريډيودي جينيرو ته په ٣٠٠ ميله فاصله کي د طوفاني باد له کبله ډوبه سوې وه.
په کښتۍ کي د يوه ښوونځي ٤٤ تنې زده کوونکي او شل نور کسان ناست وو چي د برازيل د حکومت د ژغورني عملې ټول ژوندي راکښلي دي.
د ښوونځي ادارې د خپلو ټولو زدکوونکو د ژغورني پخلى کړئ او وايي هغوى يې په يوه عملي سفر باندي ايستلي وو چي له دې ناوړه پېښي سره مخ سول.
بلي خواته د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپر په يوه بيانيه کي د خپلو اتباعو په ژغورنه کي د برازيل هيواد له مرستي مننه وکړه.