کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بنسټپال او ترهګر څه ته وايي؟

بنسټپال او ترهګر څه ته وايي؟

ماخذ: Peace TV
وياند: ډاكتر عبدالكريم ذاكر نايك
ژباړه: حضرت على اغا /ميسور
aliagha_143@yahoo.com

ولي مسلمانان بنسټپال او ترهګر دي؟
دغه پوښتنه د هر مذهبى او غيرمذهبى مجلس په جريان كې په مستقيم او يا غير مستقيم ډول د مسلمانانو څخه كېږى. مسلمانانو ته د دغه ډول نوم کارول د ناسمو مالوماتو پر بنياد د مطبوعاتو له خوا خپريږى. په حقيقت كې دغه ډول ناسم مالومات او بې ځايه پروپاګند د مسلمانانو په مقابل كې د تعصب او تشدد سبب ګرځي. د وكاهوما بمى چاودنه چې د امريكا راډيو سمدستې وويل دا د منځني ختيځ د مسلمانانو له خوا جوړه شوې توطيه وه، خو متهم بيا وروسته وپېژندل شو چې پخپله د امريكا نظامى عسكر وو.

راسئ چې دغه دوې کليمې وڅېړو:
1. د بنسټپال (Fundamentalist) لغوي مانا:
بنسټپال هغه څوك دى چې د خپلي عقېدې او نظريې اساسات په ټينګه تعقيبوي او كلك ملاتړ يې كوى.
د بېلګي په ډول: د يوه نفر لپاره چې ښه ډاكټر شى، دى بايد لومړى د طبابت اساسات زده، تعقيب او تمرين كړي. يا په بل عبارت دى بايد په بنسټيز ډول طبابت زده کړي چي دې ته بنسټپال طبيب وايي.
د يوه بل نفر لپاره چې تكړه رياضى پوه شى، نو دى بايد لومړى درياضى اصول زده، تعقيب او تمرين كړى. يا په بل عبارت دى بايد د رياضي په ميدان كې بنسټپال وى. او همدارنګه د يوه نفر لپاره چې يو بهتر ساينس پوه شى، نو دې بايد د ساينس اساسات او اصول زده، تعقيب او بيا تمرين كړى. يا په بل عبارت دى بايد د ساينس په ميدان كې بنسټيزي زد کړي وکړي چي دې ته بنسټپال ساينس پوه ويل کېږي.

2. ټوله بنسټپال يو ډول نه دي:
ټولو بنسټپالو ته بايد څوك په يوه سترګه ونه ګورى. او څوك داسې ارزيابي ونكړى چې ټول ښه او يا ټول بد دي. دغه ارزيابى يا طبقه بندى بايد د هغه د كړنو او كار پر اساس وشې په كوم كې چې نوموړى شخص تر حد ډېر افراط كوى. يو ماهر (بنسټپال) غل يا لوټمار د ټولنى لپاره ستونزي او خنډونه پيداكوى، ځكه خو د هر چا بد اېسې. خو له بلى خوا يو بنسټپال ډاكټر يا انجينر د ټولنى لپاره رحمت او ګټه ده. او د هغوى له خوا ټولنى ته څومره خير رسيږي. ځكه خو د هر چا ښه اېسې او ورسره مينه لري.

3. زه په دې فخر كوم چې يو بنسټپال مسلمان يم:
زه يو بنسټپال مسلمان يم، كوم چې د الله جل جلاله په فضل او كرم د اسلام اساسات او اصول پېژنم، تعقبوم يې او انشاء الله هڅه كوم چې عملى يې كړم. يو ريښتنى مسلمان د دې څخه هيڅكله نټه نه كوې چې ووايې زه يو بنسټپال مسلمان يم. زه په دې فخر كوم چې بنسټپال مسلمان يم، ځكه زه پوهيږم چې د اسلام ټول اساسات او احكام د بشريت او ټولي نړۍ لپاره ګټور دي. په كٌلي ډول هيڅ داسې اسلامى اصل، اساس يا حكم نسته چې هغه دې د بشر په تاوان تمام شى. ځينى خلګ غلطه انګيرنه لري او داسې انګېري چې د اسلام ډير احكام نامناسب او ناسم دي. دا ځكه چې دوى بيچاره ګان د اسلام د مقدس دين د پاكو احكامو په برخه كې يا خو مالومات نه لري او كه يې لري هم هغه نيمګړي او كم دي. كه څوك په اخلاص او ارام فكر اسلامى لارښـودنې تحليل او وڅېړي، نو دوى دا روڼ حقيقت هيڅكله نه شى پټولاى، اسلام نه يوازې په انفرادې ډول بلكى په اجتماعى ډول د ټول بشريت لپاره د ښېګڼو او ګټو ډك دين دى.

4. د قاموس (Dictionary) له مخى د بنسټپال يا Fundamentalist مانا:
د ويب سترز (Webster’s Dictionary) قاموس د مالوماتو له مخى بنسټپالنه يو تحريك وو چې د شلمې پيړۍ په لومړيو كې د امريكايې پروتستانو(Protestants) له خوا راپورته شو. دغه تحريك د عصرى نظريې خلاف وو او د انجيل په سوچه والى يې نه يوازې د عقيدې او اخلاقو پر بنياد بلكى د هغه د قديموالى (زوړوالي) په خاطر ډېر تاكيد كاوه. چې انجيل ټكى په ټكى د الله جل جلاله كلام دى. ځكه نو د بنسټپال اصطلاح د لومړي ځل لپاره د يوې ډلي عيسويانو لپاره وكارول شوه، چې هغوى باور او عقيده درلوده، چې انجيل بيله سهوي او غلطۍ د الله جل جلاله حقيقي كلام دى.
همدارنګه د اكسفورډ( Oxford Dictionary) قاموس له مخى افراطيت داسې تعريف شوى دى. د يوې لرغونى يا اساسى عقيدې په ټينګه پالنه يا تعقيبول، په ځانګړي ډول د اسلامى عقيدې. نو ځكه نن په مجردې ډول چي کله د بنسټپال (Fundamentalist) كليمه ذكر شي، نو سمدستې د چا ذهن ته مسلمان راځى، دا ځکه چي مطبوعات دغه کليمه په ناسمه توګه د مسلمانانو لپاره کاروي، دوى بنسټپال (Fundamentalist) د افراطي په معنى کاروي چي دا يوه غټه اشتباه ده، ځکه اسلام نه افراط او نه هم تفريط خوښوي.

5. هر مسلمان بايد ډار اچوونكى (Terrorist) اوسي:
هر مسلمان بايد ډار اچوونكى (ترهګر) وي. ترهګر هغه څوك دى چې پر چا يې پرتم لوېږي او خلګ ځني وبېرېږي. مثلا كومه شېبه چې يو غل يو پولس ووينې نو دى بېرېږى. نو په داسې حالت كې پولس د غل لپاره ډار اچوونكى يا ترهګر دى. همدغه شان بايد هر مسلمان د هر غير اخلاقى عمل كوونكو لكه غلو، ډاكوګانو او زناګارانو لپاره چې په ټولنه كې فساد او ګډوډى خپروي د يوه پرتمين کس او ډار اچوونكي حثيت ولرى، چې كله مجرمان نوموړى مسلمان ووينې بايد و ډار شى.
دا تر يو ځايه حقيقت دى چې ترهګر يا ډار اچوونكى كليمه په عمومى ډول د هغه چا لپاره كارول كيږى چې د عامو خلګو په منځ كې ډار اچوى. مګر يو رښتنى مسلمان بايد د ځانګړو عناصرو لپاره لكه غيراخلاقى فعاليت كوونكي د ډار او هيبت يوه نمونه وى. او په ځانګړى ډول مسلمان بايد د بېګناه او عامو خلګو لپاره د سولى او امن پيغام راوړونكى وى.

6. يو شخص يو كار دوه مختلف صفتونه : (ترهګر او وطن پالونكى)
د مخه تر دې چې هنديان د انګرېزانو څخه خپلواكى واخلى، زياتو ازادې غوښتونكو هنديانو د انګرېزانو په مقابل كې جنګ كاوه. چې نوموړي كسان د انګرېزانو له خوا د ترهګرو او يا اشرارو (شراچوونكو) په نامه ونومول شول. له بلى خوا همدغه كسان د هيواد د عامو خلګو له خوا د ازادې غوښتونكو او وطن پالونكو په نامه ونومول شول. اوس وګورئ هغه كسان هغه كړنه خو دوه صفتونه . اوس راسئ چې وڅيړو هغه چې باور يې درلوده، چې انګرېزان پر هندوستان د حكومت كولو حق درلوده . بيا خو نو ښكاره خبره ده چې ريښتيا هم زموږ د هيواد ازادې غوښتونكي او مجاهدين ترهګر او اشرار وه. مګر هغه چې په دې عقيده او باور وه چې انګرېزانو په هيڅ صورت دا حق نه درلود چې يو ازاد او مېړنى هيواد لاندى كړى او خپل ناولي اهداف پكښې ترسره كړي، هغوې زموږ د هيواد مجاهدينو ته ترهګر نه بلكى وطن پالونكى ويل.
دا ډيره مهمه ده، دمخه تر دې چې يو څوك په يوه نامه نومول كيږي بايد لمړى د هغه رايه وواريدل شى، د دواړو خواوو پر استدلال باندى بايدغور وشى، حالت بايد تر نظر تيركړل شى، دليل، علت او نيت د هغه شخص بايد په نظر كې ونيول شى. او وروسته قضاوت وكړل شى چې چا ته بايد په څه نامه وويل شى او چا ته كوم صفت وركول مناسب دى.

7. اسلام مانا سوله او سلامتى
اسلام د سلام د لغت مشتق شوى دى چې مانا يې سوله ده. اسلام د سولى دين دى او د هغه احكام خپلو پيروانو ته په ټوله نړۍ كې د سولى د پيغام د خپرولو توصيه كوى.
درنو خويندو او ګرانو ورونو! بايدهر مسلمان بنسټپال شى او د اسلام د دين احكام يا اساسات لمړى وپيژنى او بيا يې په خپل ژوند كې تعقيب كړى. دې ته ورته بايد هر مسلمان د هغو اشخاصو په مقابل كې چې په ټولنه كې غيراخلاقى او غيراسلامى دودونو ته رشد وركوي د يوه مهيب يا پرتمين کس په توګه په غير اخلاقي کسانو کي ډارواچوي، تر څو په ټولنه كې سوله، امن، ارامى، كرارى او انصاف برپايه شي.