کور / تازه خبرونه / اسرائيلو نوې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړه

اسرائيلو نوې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړه

د اسرائيلو پوځي مقامااتو خبر ورکړئ چي يوه داسي نوې بې پيلوټه الوتکه يې جوړه کړې، چي شل ساعته پرله پسې پرواز او زر کيلومتره تګ کولاى سي.
د اسرائيلو حکومت ويلي دغه الوتکه چي په پرمختللو جاسوسي کېمرو او نورو وسايلو سمباله ده، د اسرائيلو د پوځ په واک کي ورکړي چي د اړتيا پر مهال کار ځني واخلي.
د الوتکي د نمايش پر مهال يوه اسرائيلي پوځي چارواکي وويل له دې الوتکي څخه به پر اېران د ممکنه حملې پر مهال کار واخلي.