کور / تازه خبرونه / په نايجريا کي پوځ کودتا وکړه

په نايجريا کي پوځ کودتا وکړه

په نايجريا کي د تيري مياشتي راهيسي تر روان تاوتريخوالي وروسته چي په ترڅ کي يې ٣٠٠ مسلمانان د عيسويانو له خوا ووژل سول، د دغه هيواد پوځ د ملک چاري په لاس کي واخيستې.
د ١٩٦٠ کال راهيسي چي نايجريا له فرانسې څخه خپلواکي اخيستې دا په ياد سوي ملک کي څلرمه پوځي کودتا ده او پنځه مختلف اساسي قوانين نافذ سوي دي.
په نايجريا کي له ١٩٩٩ کال راهيسي جمهوري نظام چلېدئ خو نن د پوځ مشر سالوجيبيو په پلازمېنه نيامي کي پر ولسمشرۍ ماڼۍ قبضه ولګوله او ولسمشر تانجامحمد يې له واکه ګوښه کړ.
نايجريا د افريقا له غريب ترينو هيوادونو څخه دئ چي ٨٠ فيصده خاوره يې وچه صحرا ده، اکثريت خلګ يې مسلمانان چي په نس وږي، بېسواده او له راز راز ناروغيو سره لاس او ګرېوان دي.