د چين د بهرنيو چارو وزارت د بودايانو د روحاني مشر دلائي لامه سره د امريکا د ولسمشر باراک اوباما ليدنه غندلې او وايي له امله به يې د چين او امريکا اړيکي خرابي سي.
د چين حکومت وايي له دلائي لامه سره د اوباما ليدنه د چين په چارو کي د امريکا د لاس وهني په معنى ده او چينايي ولس دا کار په ټينګه غندي.
له ولسمشر اوباما سره تر ليدني وروسته دلائي لامه خبريالانو ته وويل ده د تبت د محکوم ولس په استازيتوب له امريکايي ولسمشر سره وليدل او د هغوى پيغام يې ولسمشر اوباما ته ورساوه.
د چين د تبت ايالت چي اکثريت يې بودايان دي له چين څخه د خپلواکۍ اخيستلو په هڅه کي دي او مشر يې دلائي لامه په هندوستان کي د جلا وطنۍ شپې او ورځي تېروي.