کور / تازه خبرونه / همايون جرير: د مالډيف غونډه د سولي دپاره يوه هڅه وه

همايون جرير: د مالډيف غونډه د سولي دپاره يوه هڅه وه

د مالډيف د غونډي منتظم همايون جرير د جيوټلويزون سره په يوه مرکه کي وويل د مالډيف غونډه چي تېره مياشت د افغان حکومت د استازو، د پارلمان د غړيو، د طالبانو او حزب اسلامي د استازو ترمنځ ترسره سوه د افغانستان د سولي دپاره يوه هڅه وه.
همايون جرير ويلي دغسي غونډي دمخه هم جوړي سوي دي او وروسته به هم تر هغه وخته رواني وي چي په افغانستان کي سوله ټينګېږي.
همايون جرير وويل په دې غونډه کي د حزب اسلامي ګوند له خوا د حکمتيار زوى فيروز حکمتيار هم ګډون کړئ وو، خو تر دې دمخه د حکمتيار وياند د مالډيف غونډه د همايون جرير او فيروز شخصي هڅه بللې وه او دا يې رد کړې وه چي ګني جرير او فيروز د حزب اسلامي له خوا لېږل سوي وو.