د ناټو ځواکونه وايي د مارجې د عملياتو په شپږمه ورځ يې څلور عسکر وژل سوي دي، چي درې د سړک د غاړي په ماينونو او يو تن په مخامخ جنګ په مرمۍ وژل سوئ دئ.
د ناټو په اعلاميه کي د پوځيانو هويت نه دئ په ډاګه سوى خو د مارجې عمليات پر افغان ځواکونو سربېره د امريکايي او برتانوي عسکرو له خوا پر مخ وړل کېږي.
بلي خوا ته د برتانيې د دفاع وزارت منلې چي د افغانستان په جنوب کي يې دوه عسکر د ماين په چاودنه کي وژل سوي دي.