( ۱۹۲۵ – ۲۰۱۰ )
ځان مې په در کې کړو درته خاورې
په خټ خټ خاندې ژړا مې ناورې
يو ورځ به غږ شي چې ((خټک))ومړو
که ناورې ناورې،هم به دا واورې
اجمل
خبر خورا لنډ و:
((سياسي مبارز ، ليکوال او شاعر اجمل خټک په حق ورسېد)).
خو غم يې خورا دروند و،خو ماتم يې خورا ژورو،خو وير يې خورا اوږد و،خو زورېدل يې خورا نه زغمېدونکي وو،خو شېبه يې نه هېرېدونکې وه.
ددې خبر په اورېدو سره يو وار بيا حيران شوم او دې ته مې پام شوچې زه ددغه وير او ماتم د ښودنې لپاره توري موندلي نه شم.
إنا لله وإنا إليه راجعون
تر هغه وروسته مې بيا دهغه ،د اجمل، خپل څو ټکي راياد شول او په څه لږ بدلون سره مې د خپلو لېونو ساندو سره د ملګرتيا لپاره د غاړۍ کړۍ کړل:
ديوه ژوبل احساس څړيکې،د زخمي غيرت غورځنګ،د اولسي جونګړو شين اسويلی،د غربت ترخه تجربه،د سرمايې دناکردو نه ځپل شوی،دغاوره اقتدار نه زورېدلی او دپښتونولۍ ژوراحساس ،نور نو زغم پرېښود.
که څه هم د ازادۍ دښمنانو دهغه د ژوند په اوږدو کې له آزادۍ نه د غچ اخېستو په تکل په وار وار سره دده دسر دغوڅېدو تکل کړی و،خو هغوی په دې پوهېدل چې ،دغيرت چغې د سر په غوڅېدو نه آرامېږي.
خو په هر حال دا به دلوی خدامهرباني او پيرزينه وه، چې دهغه له بركته وكولای شو ،دخپلې ژبې دغه شان شاعر ولمانځو،و يې ستايو او د زړه په كوركې ورته دميني نغري ولګوو او زه هم په تته رڼا کې په ژړا ژړا دلايق دا کرښې چې پوهېږم بل چا او بل ارمان ته يې ليکلي د خپل غم د سړولو لپاره ځانسره تکرار کړم:
مړ شو قهرمان له خپلو تږيو ارمانو سره
ونړيده غر له خپلو پټو زلزلو سره
داسې زلزلې چې پلنېدای پراخېدای نه شوې
ځمکه بې احساسه وه،دباندې راوتی نه شوې
دپ وو،ټول غوږونه،دچا غوږ ته رسېدای نه شوې
لرې وه دنيا ،لويې دنيا ته غځېدای نه شوې
تنګه وه فضا ،په خپل محيط کې يې مستي وکړه
بل ترې لاندې اور و،تمېدای غلې کېدای نه شوه
وې چاوده ګوګل،به خپل ضمير کې يې مستي کړه
سر يې ترېنه واخېست،اوسيلو زبر دستي وکړه
ودرېد هغه زړه چې،ستر يې هيلې ارمانونه وو
ستره يې دعوا وه،بې پايانه مزلونه وو
مل يې له هر توپ سره،دسرو وينو موجونه وو
مخ ته يې هر ګام سره کوهۍ،ګړنګونه وو
ټپ شو دبشر په دردو سوی د رحمت څراغ
مړ شو دجهاد او دايمان او دعزت څراغ
*****
څو چې يو زلمی وي،ستا په پلونو به پلونه ږدي
څو چې يو افغان وي،ستا په قبر به ګلونه ږدي
پېغلې به له اوښکو،ستا په خاورو سره لالونه ږدي
موښي به مخونه،ستا په پښو به اوربلونه ږدي
څو چې زمان درومي،يو په بل باندې کلونه ږدي
ستا مجسمه بشپړوي،ستا هيکلونه ږدي
اې په ارمان تلليه زموږ ستر او قهرمان وروه!
اې زموږ دعقل اوعقېدې او د ارمان وروره!
***
غرونه،دريابونه،آسمانونه ژړوی نه شم
ستا د دښمنانو برجلونه نړوی نه شم
ستا غمو مې ملا راماته کړې ترې وتی نه شم
سوځي مې هډوکي،ستا دردونه هېروی نه شم
جوړ به درته قصر دشعرو کم ابدي به شي
لوی به شی،ژوندی به شي،سمبول د ازادي به شي
لايق –يادونه درومندونه
هغه د پښتو ادب په تاريخ کې ،دغيرت چغه وه،هغه دپښتانه شعراپه بهير کې د ژوند او فن خاوند و،هغه په کجکول کې سرې غونچې ګرځولې،هغه هغه باتور و چې د غاور له ظلمه يې ځان دا زه پاګل نوماوه،هغه نه يوازې ځنډ او خنډ منل، خو همهاله يې و دو خت چيغه درلوده،هغه د افغان په ننګ کې ،باتور و او د ژوند چغه يې جګوله او دا ټول هغه را اخلي او هغه ته وايی:قيصه زما د ادبي ژوند.
که څه هم هغه وخت چې اجمل شاعري پيل کوله،کېدای شو هغه به په هغه کچه چې ښايي،له نړيوالو ادبياتو سره اشنا نه و،خوبيا هم دده افکار او نظريات له ځينو دغو شاعرانو سره نېږدې ګڼلي شو:
۱- الماني شاعر،ليکوال، او ناقد برتولت برشت ،۱۸۹۸ – ۱۹۵۶.
۲- د چيلي نوميالي شاعر پابلو نرودا ،۱۹۰۴- ۱۹۷۳.
۳- دفلسطين انقلابي اوپه خلکو مين شاعر محمود درويش، ۱۹۴۱ – ۲۰۰۸.
۴- دشوروي ستر شاعر ولاديمير ماياکوفسکی، ۱۸۹۳ – ۱۹۳۰.
خو د اجمل او د دغو څلورو شاعرانو توپير دادي چې ددغو شاعرانو په ځنازه کې،دهغو په يادونو او لمانځنه کې په لسګونو زره تنه ،له ساده بزګر ه تر جمهور رئيسانو پورې ګډون کوي،خو زموږ دشاعر او نوميالو ياد اول څوک نه کوي او که يې وکړي هسې ګوته په شمارکسان او لېوالان به وي.
ددې علت دادي چې موږ ګډ ارمان نه لرو،موږ لا دوېښتيا او ځانپېژندنې پېر او دوران ته نه يو رسېدلي.موږ په ډلو ويشل شوی يو او ان دلمانځنې لپاره هم ،هغه جومات ته نه ورځو چې ګواکې دښمن او په لنډه توګه تربور په کې لمونځ کوي.
په هر حال اوس خو دا څرګنده ده چې هغه شاعر و،لوی شاعر،بې ساری شاعر،هغه شاعر چې زموږ په ادب کې د بدلون،د اوښتون ،زړو قالبونو د ماتوونکي او ديو دور پيلوونکي ګڼل کېدای شي.
دهغه دشعر تر ټولو غوره ځانګړتيا خوږوالی،مينه ناکتوب او هممهاله سره هڅېدو او پاڅېدوته بلنه وه
-مبارزې ته بلنه.
دهغه کرښې دهر هغه چا په خيال کې دښکلا منارې جوړوي چې د وېښېدوتکل او دښکېلاک اوزبېښاک په وړاندې د درېدو ارمان يې درلود.
دهغه غږ او چغه په خپل وخت کې تر بل هر غږ او چغې لوړ او همهاله خواږه او ماتو او ارمانجنو زړونو ته د تسل انګازې جوړولې.
که دهغه د شعر له ښکلايزه اړخه چې په پښتو ادب کې دحماسي او غزليز ادب له سر لارو يو سر لاری دی تېر شو:
-هغه د خواريو،زاريو او ننواتو تصويرو.
– له خپلې مېنې او خاورې سره د مينې په تور په زندانونو او تيارو کې پاتې کېدل و.
-له اقتدار او غاصب سره نه پخلا کېدل و:
د خوشال له خاورې پورته يو نغمه شوم
بل مشال په اباسين او تاتره شوم
سٌرې!پوه شوې؟دغيرت چغه سور اور وم
چې تا څومره رانغاړم.سره لمبه شوم.
– پر بري ايمان او په راتلونکې باورو:
نوی ژوند
وخت بې وخته يو وږمه چېرته نه راشي
ترې پيدا زما په مات وزر کې سا شي
معلومېږي چې زما بڼې الوري
ترينه مخکې به يو نوی ژوند پيدا شي
خوږه تجربه
دچمن نه شين لوگي په بره خېژي
د ګلونو اسويلي رامعلومېږي
اې پنجرې ستا ديخ سيوري بلا واخلم
دلته بوي دپسرلي رامحسوسېږي
– کډه کېدل او له خپلې مېنې شړل کېدل و.
-ژور تفکر او په نويو تصوېرونو کې دځپل شويو ارمانونو انځورول و.
-سره له ټول سياسيته ،د نازکو خيالونو دتصويرونه،نه هېريدونکی انځور و:
په دې ازغو به سر وي چېرې اېښی زما ګل
داځکه يې دسوي زړه پولو کې ځايوم
ساقي!دچا دمينې ياد پرې لا لمبه کوم
داځکه دلمبو اوبه له حلقه تېروم
.
-سره له ټول فلسفيوالي،بيا هم د بې سارو تصويرونو ،ښکلی تصوير و.
-د پښتني روح سپړنه او انځورونه وه.
– له ټول زغم سره سره ،پوښتنې وې:
زما جونګړې کې چې ډيوه بله شي
ستاسو په زړونو دا تيارې ولې شي
چې زه دبار لاندې سل اخلمه
دستاسو وچويلی تراوه ولې شي
.
دهغه شعر ځکه د خلکو خوښېږي چې ژوند ته ډېر نېږدې دی،دهغه شعر تصنع نه لري.
هلته وزن ساده،توري سندريز،تصويرونه ژوند بښوونکي.دهغه زياتره شعرونه نه دسپړنې بلکې د بدلون ارمان لري.بدلون په شعري جوړښت کې او بدلون دهغو په انځورونه کې.
دهغه دساده شعر او سندرو تر شا،دهغه دشعر په تورو تورو او کلمو کې يو پرتم نغښتی دی.
دهغه شعر دليلا او مجنون او داستاد شپون په وينا دسقراط او افلاتون خبرې ،هغه هم د لاپو او ځانستاينوپه بڼه نه دی،دهغه شعر دښکلايزو اميلونو په ملتيا د ژوند او خوځون،د ارمان او هيلو،دمينې او انسان سره دلېوالتيا او يو اوښتون دغږ شعر دی.
دا به يې ځای وي او شاعر لايق په اجازه راکوي چې دهغه ،هغه دوه شعرونه دلته راوليکم چې نيمه پېړۍ پخوا يې اجمل ته ليکلي و،خو زېری يې لا اوس هم ټولوته ،د اجمل مينه والو ته،دهغه دژبې مينه والو ته ،دپښتو شعر وينه والو ته د نوښت بڼه لري:
شاعر ته
لومړی پيام
اې دبندو او زولنو شاعره!
دوږيو تږيو پښتنو شاعره!
لادرکې شته دي،څه سکروټې کنه؟
دپرونيو سرو لمبو شاعره!
***
ستاپه سندرو اوس قامونه خوځي
ګوره چې غلی نه شې،هېر نه شې
زه دآسمان لوبه بدله وينم
ګوره له خپله هوډه تېر نه شي
***
له هر آوازه سيلاونه وزي
له هره شعره زلزلې خوځي
له هرې چيغې د مردانو سره
د ژوند او هيلو قافلې خوځي
***
وچه بيديا به سره ګلونه راوړي
په هديرو کې به خندا خوره شي
ددې تيارو ځمکې په ګېډه کې به
دپښتني تورې برېښنا خوره شي
***
په لوړو څوکو،تورې وريځې خوځي
په درانه نس کې سيلاونه لري
په غصه شوي،دردېدلي زړه کې
ځوانې څپې او تندرونه لري
***
د هرې تالندې،آوازکې ګوره
د نوي عصر پيغامونه لېږدي
دغرو د سره افق نه پورته ښکته
دنوي ژوند انقلابونه لېږدي
***
دهندوکش دباران هره قطره
مخ په اټک او اباسين درځي
دلته دتللو بله لاره نه شته
هرڅه چې خوځي.لکه سيند درځي
***
دسحر باد چې ستا باړخو مچوي
دغه زموږه .اسويلي دي کنه
ستا د زړګي داغونه غوټه ويني
ګلونه زموږ دپسرلي دي کنه
***
پام کوه ګوره درنه مړاوي نه شي
دا به باغونو ته رنګونه ورکي
دپښتنو د اوربل نذر يې که
چې عاشقانو ته رنګونه ورکي
***
دتامستي د هندوکش ترانه
زما نڅا د اباسين سندره
راځه چې جوړه کړو،په په دواړو زړونو
يوه غوټه شوې،پښتني خبره
***
راځه چې نوې پيالې وکړنګوو
راځه چې خلکو ته سوماورکو
راځه دې ورکوو،دربدرو لره
جذبه د مينې او وفا ورکو
***
راځه په غرو کې آزادي ويښه کو
راځه چې خاورې ته احساس ورکو
راځه په شپولو کې برېښنا خوره کو
راځه چې کاڼو ته حواس ورکو
***
پام که له خلکو نه بيعت مه غواړه
راځه چې موږ دوی ته بيعت ورکو
راځه د خلکو دعزت لپاره
په قربانۍ کې خپل عزت ورکو
***
ستا زړه که سوی.زه يې لاسوځم
ستا فريادونه ته طاقت ورکوم
زه يې انګاريمه داغونه ږدمه
دغيرت چيغو ته قوت ورکوم
***
هره څپه چې په لنډۍ کې خوځېږي
دتا دګرمو وينو شور ښيي
هرنوی باد چې په وطن خورېږي
دتا دځوانو هيلو زور ښيي
***
څوک وايي دا چې ته شعرونه ليکې؟
څوک وايی دا چې ترانې جوړوې؟
شاعر خو هسې ښکلی حسن ستايي
ته ستر انسان يې زمانې جوړوې؟
***
څه دی دا ژوند،دا لنډکی اوسېلي
چې د يوې ګرمې چيغې زور نه لري
راځئ دا زړونه سپو ته وغورځوو
که چېرې اور نه لري،شور نه لري
***
ګوره!تياره دی ،ورخطانه کړي
اجمله شپې پسې خو لمر راځي
زه چې دخپلو پېغلو وروځي ګورم
ماته په سترګو کې خنجر راځي
***
اجمل ته
دوهم پيغام
اې خوږه ياره!دغمونو آشنا
دحوادثو دکلونو آشنا
ته داټک دسرکشيو ګواه
زه دپامير د توپانونو آشنا
***
غېږه که خلاصه چې آشنا درځي
کاروان دمينې او وفا درځي
ستاسې د تورو دجګړې ډګر ته
پيغام دفتحې د سبا درځي
***
د غلامانو دځينځير سازونه
زموږ په غرو کې ولولې خوځوي
دا نوې نوې تقاضا د زمان
دولسونو رګ او پلې خوځوي
***
شعر چې ليکمه لمبې وهي
لکه آمو شي او څپې وهي
دا دبېلتون په اور کې سوی زړګی
چې تا راياد کمه،نارې وهي
***
زړه رانېږې کړه چې څه اور درکم
د شور دپاسه ،نوی اور درکم
مټ له پولادو سره وجنګوه
زه به دې جنګ ته نوی زور درکړم
***
په دې تيارو پسې رڼا راځي
ميدان د تورو نن سبا راځي
دبېلتانه د تورو لړو له شا
شغله د سترګو دآشنا راځي
***
دنړۍ باده مستانه راځه
زه دمستۍ څو ارمانونه لرم
دلېونيو دمحفل نذر ته
په زړه کې پټ څو پيغامونه لرم
***
اې داېرو لاندې مخفي اوره
لږمې رسوا که،زه رسوا ښه يم
پټه نغمه يم دفطرت په زړه کې
تر دې يوه چيغه برالا ښه يم
***
ما داکمکي غمونه-نه غموي
زړګيه مالره لوی غم راکه
سر مې کوچني صنم ته ،نه کوزېږي
يو بې همتا غوندې صنم راکه
***
راته ښکارېږي چې اوس لمر خېژي
دشپې لمنې کې رڼا ښکاري
د زړه کړکۍ چې څنګه خلاصه کمه
منظر د نوې پښتونخوا ښکاري
***
دآزادۍ د موزيک مستې څپې
لکه سيلاب په پېښور درځي
غوږونه پرانېزه دردمنه آشنا
ګوره چې څومره زورور درځي
***
دلته هاتيانو ته کړۍ لوېدلي
خو اوس مستي کوي،کړۍ ماتوي
دآزادۍ نه راوتلی فرياد
دا پرونۍ زړه نړۍ ماتوي
***
د هندوکش لمن کې نوي ګلان
راغوړيدلي دي،وږمې خوروي
د سړو غرونو په ذره ذره کې
راغورځوونکې زلزلې خوروي
***
ستا چيغې اورم خو ترور نه يم
ځکه زه ګورم چې دوا درځي
د تورې شپې له تيارې مه وېرېږه
سپېدې چاودلې دي سبا درځي
۱۳۴۶
د هغه تر ټولو نه لويه نيکمرغي په دې کې وه چې هغه،هغه شاعر و چې په خپله شعر پر هغه مين و.شعر دهغه ګوګل راخوټاوه،شعر هغه ته ګونډه کېده او شعر له هغه سره ژبه کړې ده چې له هر چانه به په ښه توګه او په شاعرانه بڼه دده ياد ژوندي ساتي.
د اجمل دا غزله هم زما ددې ګډوډو خبرو لپاره ښکلايز پای:
هلته !ئينه کې خپل بشر وګوره
دلته سينه کې غوڅ ځيګر وګوره
!ئينه څه پېژني ستا نازونه
راشه زما دزړه پرهر وګوره
څه دآشنا په خيال کې هلته تېر شول
دلته سينه کې درزهر وګوره
خپله له خياله په هوا کې ګرځې
په ما دې غم لکه دغر وګوره
لکه بادام سوری سوری دی زړه مې
راشه نخرې دې دنظر وګوره
رندان مې خاورو نه پيالې جوړوي
دخمارو سترګو اثر وګوره
واعظ!خير دی،بيا مې ګرم وګڼه
اول راځه ځما دلبر وګوره
تل به دې وې چې زړه دکاڼي لرم
هغه اجمل دې په خپل در وګوره