کور / تازه خبرونه / په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير غونډه وسوه

په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير غونډه وسوه

په سوهېلي پښتونخوا كي د ټولو ادبي ټولنو او اسخاصو په ګډه د جوړ شوي ادبي بهير شال پښتو ادبي بهير دريمه غونډه نن د پنجشنبې په ورځ ماپښين په دريو بجو پيل او ماښام ناوخته پاى ته ورسېده. د دې غونډي چي حافظ رحمت نيازي د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانسته صدرات ليكوال، شاعر، صحافي او د پښتو ادبي جرګې مشر ډاكټر اورنګزېب احساس كاوه، د دې پرتمني غونډي دروند مېلمه له هرات څخه راغلى دروند شخصيت او د هريرود مجلې چلوونكى ښاغلى نعيم افغان او د كوربه په توګه ورسره ناول نګار او شاعر ښاغلى رحمت الله رحمت ناست و.
دا غونډه چي په دوو برخو وېشل شوې وه او د نظامت چاري يې قاسم ابدال ترسره كولې په لومړۍ برخه د ښاغلي فدامحمدمحسني ازاد نظم (نېكي) د كره كتني لپاره وړاندي شو چي ملګرو ډېري په زړ ه پوري خبري وكړي او د نظم منفي او مصبت اړخونه يې وڅېړل.
او په دويمه برخه كي يوه ازاده او په زړه پوري مشاعره وشوه چي شاعرانو ډېر په زړه پوري شعرونه واورول او اورېدونكو په چكچكو بدرګه او د بيا بيا اورولو غوښتنه يې كوله.
دې ادبي غونډي ته د سوهېلي پښتونخوا له ټولو سيمو څخه شاعران او ليكوالان راغلي وو.