کندوزوالې انجينرعمروايي ٥ پوليس او٢ افسران په دغه ولايت کې ووژل شول
ګاونډي هيواد تاجکستان سره په ګډه پوله پرته دکندوزولايت دامام صاحب ولسوالې نن د افغان دولت ځواکونو اووسلوالو مخالفينودپيښواونښتو شاهده وه . په دغه ولسوالې کې دماسپيښين نه وروسته نښتوپه اړه طالب وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته ديونامعلوم جاي څخه دټيلفون پرليکه وويل : چې دامام صاحب دجنګل اوګون قل په نښتوکې ئي دبهرنيوځواکونو دري عرادې موټران ويجاړکړې او١٥ عسکر ئي په کې وژلې دي .
بل خوا په دغه ولايت کې ميشت دناټوترمشرۍ لاندې دايساف دالمانې سرتيرو دمطبوعاتو مسول جنرال مارتنزددغوجګړو په اړه ناخبرې وښودله.
مونږه ددغې پيښې په اړه امنيه قوماندان محمدرزاق يعقوبې نظر اخيستلو هڅه وکړه ولې نوموړې دڅه ويلو نه ډډه وکړه .
خو له بل لورې دکندز والې انجينر محمدعمر دپيښې دپخلې ترڅنګ زياته کړه چې په دغه نښته کې د٥ پوليسو دوژل کيدو سربيره دوه صاحب منصبان هم وژلې شوي دي ولې هغه نور نورجزييات ورنکړل .
ديادې ولسوالې ځايي اوسيدونکيو هم دنښتوشاهدې ورکړه يوځايي اوسيدونکې دنوم دنه ښوولو په شرط يي کليد ته وويل چې دجنګ په ميدان کې ېي سوزلې ټانګ په خپلو سترګو ليدلې دي چې په وينا ئي سپاره يي مړه اوټپيان وول . هغه داهم وويل چې دهوانه الوتکو دملې اردو پرسرتيروباندي بريدونه وکړ ولې په اړه يي دقيق دمرګ زوبلې مالومات نلرئ .