د اېټاليا حکومت وايي په را روان کال کي به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو تدريجي وتل پيل کړي.
د اېټاليا د بهرنيو چارو وزير فرانکو فراتيني په يوه ټلوېزوني وينا کي وويل، دغه ګام د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د غوښتني پر اساس کوي، چي له اېټاليا څخه يې د خپلو پوځيانو د ايستلو په هکله کړې وه.
خارجه وزير په دې هکله نور جزيات ورنکړل، خو وايي په ٢٠١١ کال کي به له افغانستان څخه د پوځيانو تدريجي وتل پيل کړي.
اېټاليا په افغانستان کي ٣٨٠٠ عسکر لري چي ١٠٠٠ يې د تېر کا په سپټمبر کي افغانستان ته راورسېدل. اېټالوي عسکر د افغانستان په هرات ولايت کي مېشت دي.