د فرانس پريس آژانس وايي د افغان طالبانو د دوهم لوړ پوړي مشر ملاعبدالغني برادر او همدا راز د اسامه بن لادن د يوه نيژدې ملګري ابو موسى نيول کېدل په کراچي ښار کي د طالبانو او القاعده د جنګياليو د سته والي شاهدي ورکوي.
کراچي د اسلامي نړۍ تر ټولو ګڼ مېشتى ښار دئ، چي تر لس ميليونه ډېر نفوس لري او همدا د نفوسو ډېروالى، له اوبو سره لار او د ناټو ځواکونو د اکمالاتو مرکزيت او د دې ښار تجارتي اهميت ټول د دې سبب ګرځېدلي چي د طالبانو او القاعدې جنګيالي پر دې ښار باندي ورمات سي.
د ملا برادر په هکله له ډېره وخته ويل کېدل چي نوموړى په کراچي کي اوسېږي او همدا راز استخباراتي ادارو د تېر کال په پاى کي خبر ورکړ چي د طالبانو مشر ملامحمدعمراخند هم د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو له وجي د آى، ايس، آى له خوا کراچي ته انتقال سوئ دئ.
د فرانس پريس آژانس وايي له کراچي څخه د طالب مشر ملابرادر نيولو په زبات ورسوله چي په دغه ښار کي به د دوى نور مهم مشران هم پټ وي.
د پاکستان حکومت د ملابرارد نيول تائېدوي، خو په دې هکله چي هغه کله، په کوم ځاى کي د چا له خوا، څنګه ونيول سو؟ د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
د فرانس پريس د راپور له مخي په کراچي کي د نفوسو او بېلابېلو مذهبي ګروپونو ډېروالى د دې سبب ګرځېدلى چي طالب مشران هلته بېغمه مېشت سي.
راپور زياتوي چي په کراچي د دوه نيم ميليونو پښتنو سته والى او له طالبانو سره د هغوى خواخوږي هم هغه څه دي چي په دې ښار کي د طالب مشرانو په پيدا کولو کي خنډ واقع کېږي.