کور / تازه خبرونه / ريچارډ هولبروک پاکستان ته ورسېد

ريچارډ هولبروک پاکستان ته ورسېد

افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک نن د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته رسېدلئ او د دغه هيواد له صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني سره يې وليدل.
د راپورونو له مخي په دې ليدنه کي د پاکستاني اړخه د دغه هيواد ماليې وزير شوکت ترين، د دفاع وزير احمد مختار او له امريکايي اړخه د دغه هيواد سفير اين ډبليو پيټرسن هم شامل وو.
راپورونه وايي د هولبروک او ګيلاني ترمنځ د خبرو اصلي ټکي د دواړو هيوادونو پر سياسي او اقتصادي همکاريو دوام، په پاکستان کي د طالبانو د نائب مشر ملابرادر د نيولو او د پاکستان له خوا پر افغان طالبانو د فشار اچولو پر لارو چارو بحث سوئ دئ.