کور / تازه خبرونه / امريکا: د کرزي او طالبانو له پټو مذاکراتو خبر يو

امريکا: د کرزي او طالبانو له پټو مذاکراتو خبر يو

افغانستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک وايي هيواد يې له طالبانو سره د حامد کرزي له خوا د پټو پيل سويو مذاکراتو څخه خبر دئ، خو تر هغو به په دې خبرو کي ګډون ونکړي چي طالبان له القاعدې سره پرېکون اعلان نکړي.
هرولبروک وويل د القاعدې په وړاندي د امريکا دريځ څرګند دئ، ځکه خو که طالبان رښتيا هم سوله غواړي بايد له هغوى څخه ځانونه جلا کړي.
هولبروک پر داسي مهال د سولي پر خبرو د امريکا دريځ څرګندوي چي پرون د مالډيف حکومت په رسمي توګه د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د تيري مياشتي د ترسره سويو اخبرو اترو پخلى وکړ.