د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي پاکستان او هندوستان دواړه د ترهګرۍ سره په جنګ بوخت دي او بايد تر خپل منځ موجوده ترينګلتيا له منځه يوسي او يو بل ته د دوستۍ لاسونه سره ورکړي.
نوموړي په بروسلز کي د ناټو سازمان غونډي ته په وينا کي وويل هيواد يې هره ورځ د ممبى په څېر له ترهګرو حملو سره مخ دئ، ځکه خو بايد له پاکستان سره مرسته وسي.
نوموړي د پښتونخوا په قبايلي سيمو کي روان عمليات کامياب وبلل او له نړۍ والي ټولني څخه يې وغوښتل چي هلته د بيا رغوني او پرمختيايي پروژ په پلي کولو کي مالي مرسته ورسره وکړي.