د اسامه بن لاندي نيژدې ملګرى ابو موسى له خپلو دوو ملګرو سره په کراچي کي نيول سوئ دئ.
د پاکستان استخباراتي ادارې رسنيو ته ويلي چي ابوريان الزرکارزي مشهور په ابوموسى او د مفتي کفايت الله په شمول يې درې تنه نيولي دي.
دغه کسان د کراچي ښار د ګلشن اقبال سيمي له زينب پلازې څخه نيول سوي دي.
د پاکستان حکومت ويلي ابوموسى په دغه هيواد کي د القاعده شبکې د دوو بهرنيو قومندانانو څخه يو دئ.
د ابوموسى په هکله ويل کېږي چي تر يوولسم سپټمبر دمخه څو ځله د اسامه بن لادن سره سوډان ته تللى وو.
حکومت وايي نوموړى هغه مهال کشف سو چي د کراچي په شيرشاه نومې سيمه کي يې د ترهګرو حملو د ترسره کولو دپاره ميخانيکي توکي رانيول.
د ابوموسى نيول وروسته له هغه رامنځته کېږي چي د پاکستان استخباراتو تېره اونۍ د طالبانو دوهم لوړ پوړى مشر ملاعبدالغني برادر هم په کراچي کي نيولى