کور / شعر / خطا

خطا

خندا سړي نه کــــېږي او ژړا سړي نه کـــــېږي
د ژوند رنګارنګـــــــيو کې خو دا سړي نه کېږي

چې حورې وي، غلمان وي او ته ځانته په کې ګرځې
په داســـــــې نندارو کې خو خطا سړي نه کېږي

ملا ويل ای ورونو ! دملا شـــــــــيطان ملا وي
دا غټې ګناهــــــــــ‎‎ګانې چې ملا سړي نه کېږي

که هر څومــــره توبه کړي خو توبه يې نه قبلېږي
نو ځـکه مســـلسلې توبې بيا سړي نه کـــــېږي

ترهـغه به ګناه وي څو چې ساه وي په وجود کې
ګــناه کــــله بې روحه بې له ساه سړي نه کېږي

ملنګ چېرته په عمر کې کوم کلی دی وران کړی ؟
دا لويې ورانـــــــۍ ټولې له پاچا سړي نه کېږي

بس غر دی او ستا سر دی ، زمانه ده اوستا لاس دی
همېــــش دا سر زوري (يونه) له تاسړي نه کېږي.