د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد له امريکا سره د يورانيمو پر سر معاملې ته تيارى ښودلئ دئ.
ولسمشر احمدي نژاد پرون په تهران کي يوه خبري کنفرانس ته وويل هيواد يې حاضر دئ چي د امريکا په ګډون د نړۍ د هر هيواد سره د يورانيمو پر معامله وکړي، خو امريکا او نور هيوادونه بايد په خپل قول کي صادق و اوسي.
احمدي نژاد وويل د خبرو پر مخ د اېران دروازه له هيچا سره نه ده تړلې، خو څوک بايد د اېران د تير ايستلو خيال ونکړي.
د څېړونکو په ګومان د اېراني ولسمشر دغه څرګندوني د امريکا هغي غوښتني ته يو جواب دئ چي وايي اېران دي خپل يورانيم کوم دريم ګړي هيواد ته د پخولو دپاره وسپاري.