کور / تازه خبرونه / معمر القذافي: اروپايان نه پرېږدم

معمر القذافي: اروپايان نه پرېږدم

د ليبيا ولسمشر معمرالقذافي وروسته له هغه د ٢٥ اروپايي هيوادونو اتباعو ته د خپل هيواد ويزې بندي کړې، چي د سويس حکومت معمر القذافي او د هغه پلويان دغه هيواد ته له ورتګ څخه منع کړل.
د سويس حکومت د قذافي له ګډون د ١٨٠ ليبيايي پوځي او ملکي چارواکو پر ورتګ باندي خپل هيواد ته بنديز ولګاوه، چي په جواب کي قذافي ليبيا ته د ٢٥ اروپايي هيوادونو د سيلانيانو او سوداګرو پر ورتګ بنديز ولګاوه.
د اروپايي اتحاديې د ٢٧ هيوادونو څخه يوازي د برتانيې او آيرلنډ اتباع کولاى سي چي د ليبيا هيواد ته ورسي.
قذافي ويلي د سويس هيواد د ده او کابيني د لوړ پوړو غړو سپکاوى کړئ، ځکه خو دى هم له دې وروسته اروپايان خپل هيواد ته نه پرېږدي.