کور / تازه خبرونه / هندوستان دوه برتانوي جاسوسان ونيول

هندوستان دوه برتانوي جاسوسان ونيول

د هندوستان حکومت اعلان وکړ چي په نوي ډهلي کي يې دوه برتانوي اتباع د جاسوسۍ په تور نيولي دي.
پوليس وايي څلوېښت کلن سټيفن او ٣٥ کلن سټيومارټن يې په ډهلي کي د اندراګاندي نړۍ وال هوايي ډګر ته نيژدې له پنځه ستوريز هوټل څخه نيولي دي.
د پوليسو په وينا د دوى په هکله راپور ورغلى وو چي له برتانيې څخه يې داسي نوي سامان آلات ورسره راوړي چي جاسوسي په ترسره کېږي.
د برتانيې حکومت لا تر اوسه د خپلو اتباعو په هکله کومه څرګندونه نه ده کړې.