كله كله خپل هېواد راته پردى ښكاري، خو نه پوهېږم چې ولې؟ او ولې ځينې كسان فكر كوي چې ګواكي هېواد يې خپل نوم، نښان، ملي هويت او ځلانده تاريخ نه لري دوى ولې تر خپلو پرديو ته ترجيح وركوي او ولې په خپلو سرښندنو نه وياړي.
آيا موږ په احمدشاه بابا چې افغانستان ته يې لويه امپراتوري اخيستې وه ونه وياړو؟
آيا موږ د وزير اكبرخان كارنامې او د انګرېزانو په وړاندې شهامت ونه ستايو؟
آيا موږ د غازي محمد جان خان په څېر غازيانو نوم په درناوي ياد نه كړو؟
آيا موږ په سيد جمال الدين افغان، ابن سينا بلخي او مولانا جلال الدين بلخي ونه وياړو؟
آيا موږ د ملالۍ ميوندۍ شهامت او غيرت ونه ستايو؟
آيا موږ په خپلو نننيو كركټ لوبغاړو ونه وياړو؟
موږ د وياړ لپاره هر څه لرو، او موږ اړ نه يو چې د نورو وياړنو ته اړتيا ولرو او د نورو د وياړونو جنډې په خپله پلازمېنه كې وځړوو. موږ بايد چې په خپلو اتلانو او په خپل له شهامتونو ډك تاريخ ونازېږو او د خپلو اتلانو نوم په درناوي سره ياد كړو او خپل ملك ته د دې له امله چې په هره برخه كې نړيوال شهرت لري ونازېږو او خپل هېواد ته په درنه سترګه وګورو.
خو له بده مرغه چې زموږ ډېرى هېوادوال پلورل شوي دي، دوى په خپل ملك كې د نورو دود، كلتور، واك او راج ته خوښ دي، خو دا بايد هېره نه كړو چې هغه وخت يو څوك د بل دود، كلتور او واك ته خوښېږي چې ځان ورته كم اصل او بې هويته معلوم شي هغه وخت بيا د هر چا ډول ته ګډېږي او هر چا ته ښه راغلاست وايي.
زموږ د هېواد پلازمېنه كابل كې داسې ډېرې نښې ليدل كېږي چې د ګاونډي هېواد ايران د لاسپوڅو او د دوى د ټاكل شوو افغان مامورينو په مرسته په هېوادوالو تپل كېږي. د پلازمېنې په اسمايي واټ كې زموږ د ملي ګالرۍ يوه پخوانۍ ودانۍ ده چې بايد د هېواد هنري آثار، ميناتوري، خطاطي، رسامي او نور قلمي اثار خوندي وساتي او په ځينو وختونو كې يې هېوادوالو او بهرنيانو ته د نندارې لپاره وړاندې كړي، خو په دې ودانۍ هم ايران ولكه وهلې د ايران د مامورينو په مرسته يې نوم په نګارستان ملي باندې نومول شوى.
ايران زموږ په هېواد كې له هر پلوه لاسوهنه كوي، فرهنګي، كلتوري، تاريخي، ان تر دې چې دوى زموږ هېواد ته وسلې او بمونه هم د دې لپاره رالېږي. دوى زموږ لوى عالمان لكه سيدجمال الدين او جلال الدين بلخي ايرانيان بولي، دوى زموږ په ملك كې د زېربناوو په جوړولو نيت بندوي. دوى زموږ هېواد ته په دې موخه وسلې او نظامي تجهيزات رالېږي څو زموږ زېربناوې، پلونه، سړكونه، ښوونځي، روغتونونه او فابريكې په دې موخه پرې ونړوي څو موږ هر وخت د دوى په هېواد كې جوړ شوي روب، پخه لوبيا، پيپسي او نور ډېر بې كيفيته توكي چې په ايران كې هم يوازې زموږ هېواد ته د صادراتو لپاره جوړېږي واخلو او اړتيا ورته ولرو.
او دوى اوس په اصطلاح د نګارستان ملي يا ملي ګالري په دېوالونو باندې د خپل اسلامي انقلاب چې د دوى د رهبر خميني له خوا دوى ته له رضا شاه پهلوي څخه اخيستل شوى و، شعارونه لګولي او غواړي چې وروسته له دې څخه خپلې برياوې او جشنونه هم زموږ په هېواد كې ولمانځي، خو له بده مرغه چې زموږ ډېرى هېوادوال د دوى ډول ته ګډېږي او د دوى له خوا څخه اخيستل شوي دي، دوى ډېر ځله زموږ هېواد ته داسې كتابونه راوړل چې په هغه كې د افغان ملت په منځ كې د درز اچولو او تفرقه اچولو ته لمن وهل شوې، دوى تل هڅه كوي چې زموږ هېواد ته داسې كتابونه وارد كړي چې په هغه كې مذهبي او ملي تاوتريخوالو ته لمن وهل شوې وي.
يو هېواد هغه وخت د هر چا د ملنډو كېږي چې د ډاكټر رمضان بشردوست په وينا مشر ونه لري، بشردوست هم په كابل كې د ايران د استعماري جنډو پورته كول د ايران د استعمار په نامه ونومول او ويې ويل، افسوس چې افغانستان سرپرست نه لري، څو د ايران د دې ډول استعماري كارونو مخه ونيسي.
ټول هېوادوال له دولت او په ځانګړې توګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه غواړي څو د ايران د داسې څرګندو لاسوهنو مخه ونيسي او نور زموږ په وياړمن هېواد كې د بهرنيو هېوادونو مخه ونيسي، تر څو پورې به د نورو د ملنډو وو، آيا نه شو كولاى چې خپل يو ملي هېواد، ملي پوليس، او ملي چارواكي ولرو. زموږ هېواد تل له ګاونډيو هېوادونو څخه ځپل شوى او لا هم دا چارې روانې دي خو له چارواكو غواړو چې ژر تر ژره د دې ډول لاسوهنو مخه ونيسي.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د سلواغې ۲۱ مه