یوه اته کسیزه دانسان تښتونکو ډله نن په هرات ولایت کې دملی امنیت دځواکونو لخوا ونیول شوه.
دملی امنیت دیوی خبرپاڼې په خپرولو سره و یلی چی دغه کسان په دی هم تورن دی چی یو اختطاف شوی کس یی وژلی دی .
خبر پاڼه زياتوی چی انسان تښتونکو د دغه کس دکورنۍ څخه دخوشې کولو په بدل کې د ۲۰۰ سوه زره آمریکایی ډالرو غوښتنه کړې وه.
په دې ورستيو کې په هرات ولايت کې دانسان تښتولو پيښې زياتې او دخلکو دانديښې لامل شوي دي.