کور / تازه خبرونه / هندوستان: ماويست ياغيانو ١٤ پوليس ووژل

هندوستان: ماويست ياغيانو ١٤ پوليس ووژل

د هندوستان په لوېديځ بنګال ايالت کي د حکومت ضد ماويست ياغيانو ١٤ پوليس وژلي او ګڼ شمېر ټپيان کړي دي.
د پوليسو په وينا پېښه د بنګال په مدناپور ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي ماويستانو د پوليسو پر يوه مرکز غلچکي حمله وکړه.
د بنګال ايالتي حکومت وايي تر پېښي وروسته يې سيمي ته په زرونو پوځيان لېږلي او د دواړو خواوو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده.