کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د خوني په نړېدو څلور تنه مړه سول

پښتونخوا: د خوني په نړېدو څلور تنه مړه سول

د پښتونخوا ايالت په بردير کي د يوې ودانۍ د نړېدو له کبله څلور تنه مړه او دوه نور سخت ټپيان سول.
پېښه تېره شپه د بر دير د جندول په سيمه کي رامنځته سوې چي وايي د نړېدو علت يې په سيمه کي ډېر بارانونه او د واوري اورښت دئ.
په وژل سويو کسانو کي دوه ځوان وروڼه له خپلو ځوانو مېرمنو سره مړه سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي پرون په بر دير کي پسله ٢٦ کالو د لومړي ځل دپاره واوره وسوه، او ځوانانو له هوس څخه پر سړکونو خوشحالۍ ورته کولې.