کور / تازه خبرونه / هندوستان: د پونا چاودنه مذاکرات نسي ځنډولاى

هندوستان: د پونا چاودنه مذاکرات نسي ځنډولاى

د هندوستان حکومت وايي په پونا کي د وړمي شپې چاودنه به د دې لامل نسي چي د پاکستان سره د سولي مذکرات وځنډېږي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا وايي د بهرنيو چارو د وزارتونو په سويه خبري به له پلان سره سمي د فبروري پر ٢٥ مه په نوي ډهلي کي پيل سي.
د نوموړي په وينا هيواد يې د پاکستان سره ښې اړيکي غواړي او ترهګر به پرېنږدي چي د دواړو هيوادونو اړيکي خرابي کړي.
د پونا په چاودنه کي وړمه شپه په يوه الماني رستورانت کي وسوه، ننه تنه مړه او ٥٧ کسه يې ټپيان کړل چي تر اوسه يې چا مسئوليت نه دئ منلى.