کور / تازه خبرونه / بدخشان: د خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دئ

بدخشان: د خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دئ

په بدخشان ولايت کي د وروستيو واورو د اورېدو له امله په دغه ولايت کي د د خوراکي توکو کمى رامنځته سوئ دئ.
د بدخشان اوسېدونکو آزادۍ راډيو ته ويلي چي د ولايت له مرکز سره د ١٦ ولسواليو لاري د واورو له کبله تړل سوي دي او د خوراکي توکو قيمتونه هم درې چنده لوړ سوي دي.
بدخشان د افغانستان د دريمي درجې وروسته پاته ولايت دئ چي د اوسېدونکو په وينا يې د افغانستان د ټولو حکومتونو د نه پاملرني له امله يې تر اوسه ولايت يو پوخ سړک هم نه دئ غځېدلئ.
د دې ولايت د اکثرو ولسواليو لاري په کال کي شپږمياشتي د واورو له کبله بندي وي، چي خلګ يې له سختو ستونزو سره مخ وي.