په افغانستان کي د مېشتو بهرنيو ځواکونو امريکايي قومندان جنرال مک کريسټل په يوه مرکه کي ويلي، په هلمند کي پروني پيل سوي عمليات د دوى دپاره يو نوى امتحان دئ.
مک کريسټل وايي په دې عملياتو کي ١٥٠٠٠ افغان او بهرنيو عسکرو برخه اخيستې چي د مارجې ولسوالي له طالبانو خلاصه کړي او د دولت واکمني پکښي حاکمه کړي.
د مک کريسټل په وينا دا دوى ته يو امتحان دئ چي افغان امنيتي ځواکونه تر عملياتو وروسته نيول سوې سيمه ساتلاى سي که يا.
هغه وويل دا تر ٢٠٠١ کال راوروسته په افغانستان کي تر ټولو غټ عمليات دي.
بلي خواته د مارجې د ملکي کسانو د ژوند په هکله د دوهمي ورځي په تېرېدو لا بيا هم کره معلومات نسته، ځکه په سيمه کي عملاً جنګ روان دئ او خبريالان سيمي ته نسي تلاى.
له سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه ټول د جنګي اړخونو ايتلافي ځواکونو، افغان حکومت او طالبانو له خوا ورکول کېږي چي يو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوي کوي.