کور / شعر / دمينې ورځ کې دتصويرغوښتنه

دمينې ورځ کې دتصويرغوښتنه

* * *

داسې هم نـــه چې سترګې نلرم څه نه ګورمه
داسې هــــــــم نـــه چې زه کڼه يمه څه نه اورمه
داسې هم نه چې زما زړه ديوې ډبرې په شان
داسې هم نه چې يوکالبوت يمه څه نه وايمه
* * *
داسې هم نه چـــې کبرجنــــه يم مينـــــه نه پالمه
داسې هم نه چې ته مې بدشی اوتانـــه غواړمه
داسې هم نه چې خپل قلم په ځنځيـــــرونو تړم
داسې هم نه چې خپل ارمان ته زولــــنې اچوم
* * *
زه هم انسانه يـــم حالاتوباندې ســــــاه اخلمه
زه هم دمينــــــــې نه الـــــهام ټوله مانــــااخلمه
زه هم شاعره يم احساس ته مې جذبــې لټوم
قلم ازادګــــرځــــوم نــــه چـــــــې زولنــې لټوم
* * *
خوپښتنـــــه يمـــــه پښتوته مې حيــــااخـــلمـــه
تل دميــــړانـــــې تـــــاريـــخونــــه خـامخا اخلمه
ځکه مې خوله باندې لاسونه ګدم څه نه وايمه
عجيبه مينــــــه چې يادونه يې تنهــااخـــــلــــمه
* * *
زمــوږ کلچر زموږ دودونو راواجوته ګوره
ښځـــه ناموس ښځه حياده معقولو ته ګوره
دمـــــــــينــــې ورځ نلرم مينه زه پاللى نه شم
دمــينــــې ورځ کې مبارک درته ويلى نه شم
* * *
زه پښتنه حفيظ دمينې ورځ نمانځلى نه شم
زمــــاتـــصـــــويـــرزمــاحيا ده درکولاى نه شم
موږ پښتانه يوداخـــويــــونـــه نااشنا ونکړې
بس دومره وايم دتصويرغوښتنه بياونکړې