کور / تازه خبرونه / هسپانيه افغانستان ته نور عسکر لېږي

هسپانيه افغانستان ته نور عسکر لېږي

د هسپانيې حکومت د جمعې په ورځ افغانستان ته د ٥١١ تازه دمه عسکرو د لېږلو اعلان وکړ.
هسپانيې تر دې دمخه هم ١٦٠٠ عسکر په افغانستان کي درلودل چي د ناټو تر ماموريت لاندي د طالبانو سره جنګېږي.
د هسپانيې حکومت وايي دغه نوي عسکر يې درې ټيمه کېږي چي د افغان عسکرو په روزلو، لوژستيکي چارو او پوځي عملياتو کي به برخه واخلي.