په هغه لوبه کي نن چي په عرب اماراتو کي د افغانستان او هالنډ د کرکيټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه افغانستان له هالنډ څخه ماته وخوړه.
پچه هالنډ وګټله افغانانو ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه، چي افغان لوبډلي په ټاکل سويو ٢٠ آورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډي جوړي کړې.
د لوبڅارونکو په وينا افغانستان خورا لږ منډي جوړي کړي وې، ځکه خو يې هالنډ ته ګټل آسانه وو.
هالنډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ١٨ آورونو کي ١٣٢ منډي جوړي کړې، چي افغانستان يې له نړۍ والو شل آوريزو لوبو څخه راوګرځاوه.
بايد وويل سي چي افغانستان تر دې دمخه آيرلنډ، سکاټلنډ او امريکا ته ماتې ورکړې وه، او تيره مياشت يې په څلور ورځنيو لوبو کي هالنډ ته هم ماتې ورکړې وه.
داسي ښکاري چي افغانستان نړۍ والو سياليو ته د وتلو طالع نه لري، تر دې دمخه افغان لوبډلي د ٢٠١١ کال پنځوس آوريزو نړۍ والو سياليو ته په وتلو کي هم په وروستيو پړاوونو کي ماتې وخوړه.
د لراوبر افغانستان ويبپاڼه د افغان لوبغاړو په ښه استعداد، لوړ همت او ستړياوو باندي وياړي، زموږ لوبغاړي په هر صورت د ستايلو وړ دي، د لوبو په ډګر کي ګټل او بايلل سره تړلي دي. خداى تعالى (ج) دي په آينده کي برياليتوبونه ورنصيب کړي. آمين
افغانستان لا هم نړيوالو اتلوليو ته د رسيدو هيله لري . که چيرې دوى متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړي ډير امکان شته چې د ښو منډو په اوسط د نړۍ تر ټولو تکړه لوبډلو سره د لوبې حق ومومي .
ټولوليدونكوته سلامونه اونيكي هيلي
وار مه ختاكوي كټل اوبايلل په كي وي كله يي يوه خواگټي كله بله خوا هيځ فيكر مه خرابه وي
خداي موتل كاميابه اوسرلوړي لره
ستاسي غوندي اتلانوته هميشه لاس په سلام
یوچانس خو لااوس هم شته او نن آیرلیند هم اماراتو ته ماته ورکړه. که زمونږ لوبغاړي داستعداد سره سره بیشکه چې یې لري ددماغ څخه هم کار اخیستی وای دا لوبه خو دوې ګټلی وه .سمیع الله شینوارې ، میرویس اشرف او محمد شهزاد دیو منډې داخیستلو په خاطر ځانونه وسوځول معنا دا چې اوټ شول که دوې دغه ټکې ته په راتلونکې لوبو کې پاملرنه وکړي انشا الله بری ددوې په برخه ده . په درناوې
سلامونه او نیکی هیلې می ومني زه ده خپل هیواد په هغه تکړه ځوانانو باندی شاباس وایم چې په دغه هلاتو کی هم دې دونی بریاوی ترلاسه کړی چې ده افغانستان نوم یه په سپورټ نړې کې روشان کړی الله«ج»دی دې هروخت کامیاب او بریالې لری، امین
سلامونه اونیکی هیلی
اوس دی هم دافغانستان دکیرکیټ په ټیم افرین وی چه خپل زیار با سی خدای دی په راتلونکی کی کامیاب لری خوکاشکی دالوبه دوی ګټلی وای چه دافغانستان نوم لا نورهم ځلیدالی وای .
درحمان بابا یو شعر دی
چه غوټی پسی وهی په لاس به درشی
چاویل چه په دریاب کی ګوهرنشته
دټولوافغانانو څخه داهیله کوم چی دافغانستان لوبډلی ته دعا وکړی چه سبا افغانستان دالوبه وګټی اونړی والو سیالیوته لار پیداکړی اودافغانستان نوم اونشان په نړی کی وځلوی
او دلراوبر دویبسایټ څخه هم یونړی مننه
یالویه خدایه ته خودالوبه په افغانستان وګټی ټول ووایاست چه امین
der da eftehar zai dai che afghanano dree lobe wagatale ow os ham iaw chance laroo che loba wagato . bia ham khwdai mehraban dai da barai ba zamong po barha we ……. inshallah