کور / تازه خبرونه / سعودي د ميني د ورځي پر لمانځلو بنديز ولګاوه

سعودي د ميني د ورځي پر لمانځلو بنديز ولګاوه

د فبروري ١٤ –مه چي په لوېديځ کي يې خلګ د Valentine day هلک او نجلۍ د خوښولو يا د دوى په اصطلاح د ميني د ورځي په توګه لمانځي، د سعودي حکومت په خپل هيواد کي د دې ورځي پر لمانځلو بنديز ولګاوه.
د پلازمېني رياض پوليسو په ښار کي د دې ورځي په مناسبت د کارېدونکو تحفو پر پلورنځيو باندي چاپه وهلې او هغه ګلان، کارډونه او زړه ته ورته جوړي سوي سرې نښي چي غشي لا هم تر وتلي وي او داسي نور شيان ټول ضبط کړي دي.
دا ټول هغه شيان دي چي هلک او نجلۍ يې د دې ورځي په مناسبت يوه اوبل ته د تحفو په شکل لېږي. د سعودي حکومت دغه کار يو غير اسلامي او د لوېديځو هيوادونو تقليدي عمل بللى دئ.