کور / تازه خبرونه / محمود عباس اسلام آباد ته ورسېدئ

محمود عباس اسلام آباد ته ورسېدئ

د فلسطين ولسمشر محمود عباس پاکستان ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کي اسلام آباد ته ورسېدل.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره سوې اعلاميه وايي له محمود عباس سره په دې سفر کي د بهرنيو چارو پر وزير سربېره سياسي او اقتصادي سلاکاران هم ملګري دي.
ټاکل سوې ده ښاغلى عباس به د پاکستان له ولسمشر آصف زداري او لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني سره وويني او د منځني ختيځ د حالاتو په هکله به نظرونه سره تبادله کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه وايي محمود عباس به نن شپه د صدراعظم رضا ګيلاني ځانګړى مېلمه وي، چي د مسلم ليګ ګوند مشر نوازشريف او نور سياسي مشران هم دې مېلمستيا ته دعوت سوي دي.