کور / تازه خبرونه / د ممبى په حمله کي د تورن کس وکيل ووژل سو

د ممبى په حمله کي د تورن کس وکيل ووژل سو

د ممبى په حمله کي د يوه تورن سوي کس فهيم انصاري وکيل شاهد اعظمي د نامعلومو کسانو له خوا ووژل سو.
د هندوستان حکومت وايي نامعلومو کسانو شاهد اعظمي په ګوليو ويشتلى او د پېښي له ځاىه تښتېدلي دي.
د ممبى حملې چي د ٢٠٠٨ کال په پاى کي وسوې له امله يې په هند او پاکستان کي بېلابېل کسان په لاس لرلو تورن سوي دي، خو تر اوسه د پېښي په ځاى کي يوازنى نيول سوئ تورن اجمل قصاب مجرم پېژندل سوئ او د اعدام سزا ورته اورول سوې ده.