د نوي ډهلي په هوايي ډګر کي يو تن امريکايي د ترهګرۍ په تور ونيول سو.
د ډهلي د نړۍ وال هوايي ډګر پوليس وايي دغه کس کين سنګټن کارمچل نومېږي او هغه مهال ونيول سو، چي د قطرآيرلاين په يوه الوتکه کي دوهې ته روان وو.
پوليس وايي له نوموړي څخه يې يو غټ چاقو موندلئ چي ګومان کېږي د کومي حملې دپاره يې کارواوه.
د پوليسو په وينا کارمچل دوې اونۍ دمخه په سياحتي ويزه نوي ډهلي ته ورغلى و، نوموړى د نيويارک ايالت اوسېدونکى دئ او ١٤ کاله دمخه مسلمان سوئ دئ.