په سالنګ کي د دڅلورمي ورځي په راتګ لا هم افغان مقامات په دې نه دي توانېدلي چي په سيمه کي بند خلګ له يخني څخه وژغوري او له د مړيو شمېره ٢٠٠ تنوته رسېدلې ده.
چارواکي وايي د روغتيا وزارت د سرپرستي وزيري په ګډون يوه لوړ پوړي پلاوي سيمي ته سفر کړئ، د ژغورني عمليات روان دي، نيژدې دوه سوه مړي راکښل سوي او په سوونو کسان ټپيان دي، چي د پروان او بغلان ولايتونو روغتونونو ته انتقال سوي دي.
په سالنګ کي دغه طبيعي فاجعه درې ورځي دمخه هغه مهال رامنځته سوه چي په سيمه کي طوفاني واوره و اورېده او په لسګونو موټران له سپرليو سره له غره څخه د را ښويېدلي واوري له کبله تر واوري لاندي سول.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي لاره د ټرافيکو پر مخ خلاصه سوې ده، خو د تر واوري لاندي کسانو راکښل لا اوس هم دوام لري.