افغانان تر ډېره پورې د خپلو دودونو ډېر درناوى كوي او كه چېرې يې څوك په دودونو ملنډې وهي او يا يې هم تر پښو لاندې كوي، نو دا كار ورته د زغملو نه دى. په افغاني دودونو او اسلامي شريعت كې دې ته اجازه نه شته چې څوك دې پرته له اجازې په نيمه شپه او حتى كه ورځ هم وي د چا كور ته ننوزي. چې دا كار نن ورځ تر ډېرې كچې عام شوى دى او بهرنيان د افغانانو كورونو ته پرته له اجازې ننوزي او پرته له اجازې د كورونو تلاشي كوي، دوى د افغانانو دودونو او اجازې ته اهميت نه وركوي د دوى دودونه تر پښو لاندې كوي.
د پخواني شوروي ولسمشر ګورباچوف اوس اوس څرګندوي چې موږ د افغانانو دودونو ته د نه درناوي او د افغانستان د نه پېژندنې له امله په دې هېواد كې ناكام شوو، نوموړى څو ځله امريكا او لويديځو هېوادونو ته په دې اړه خبر وركړ، چې تګلاره يې ناسمه ده او امريكا بايد د دوى له ماتې څخه عبرت واخلي ځكه چې دوى په افغانستان كې د همدې ستونزو له امله داسې ماته خوړلې چې تر اوسه هم يې زخمونه نه دي روغ شوي.
سره ددې چې د خپل سرو عملياتو، خپل سرو تلاشيو او چاپو له امله څو ځله د هېواد په كچه لاريونو او شكايتونه وشول خو دا لړۍ اوس هم په همدې ډول جريان لري او اوس هم د هېواد په ډېرو ولايتونو كې د شپې له خوا د كورونو دروازې ماتېږي او بيا پرته له اجازې د كور تلاشي كېږي كه چېرې دوى ته د كور څښتن د اوپ قدرې څه هم ووايي دوى يې د كورنۍ، ښځو او ماشومانو په مخ كې د بې رحمه ټوپك د مرمۍ خوراك كوي.
كه چېرې څوك پرې نيوكه وكړي بيا وايي چې طالب، مخالف، القاعده او يا هم د حكمتيار له ډلې څخه و، چې څو ورځې وړاندې يې د خاص ارزګان په ولسوالۍ كې د څو دكاندارانو او يو موټروان چې ټول وروڼه و د خپلو ماشومانو او مېرمنو په وړاندې ووژل، چې هغوى ته هم د شپې مهال په درې نيمو بجو ورغلي و.
د همدې ستونزو په تړاو د جرمني د مونيخ په كنفرانس كې افغان ولسمشر حامد كرزي هم په بهرنيو ځواكونو غږ كړى چې نور دې په كليو او كورونو چاپې نه وهې او نه دې هم كورونه په خپله خوښه تلاشي كوي.
نوموړي د جرمني په مونشن کې د نړيوالو اېتلافي ځواکونو له لوري د افغانستان پر کليو د بريدونو د بس کېدو او د ملکي افغانانو د وژنو د پاى ته رسېدو غوښتنه وکړه.
د نړيوالو ځواکونو له لوري د عملياتو په وخت د عامو افغانانو تلفات او د شپې له خوا د کورونو تلاشۍ د دې لامل شوې چې افغانان، چې په پيل کې يې د نړيوالو ځواکونو د راتګ هرکلى کاوه، اوس له هغوى څخه کرکه وکړي.
لويديځ څارونکي هم وايي چې دا مسئله د دې لامل کېږي چې خلک د طالبانو په خوا ودرېږي.
ولسمشر کرزي د جرمني د مونشن (مونيخ) کالني امنيتي کنفرانس ته په وينا کې ويلي: «موږ باور لرو چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې ځاى د افغانستان کلي او کورونه نه دي. موږ باوري يو چې دا جګړه د افغانستان له پولې د باندې په هغو ځايونو کې ده چې ترهګر په کې پناه ځايونه لري، په کې روزل کېږي، د جګړې انګېزه ورکول کېږي او مالي مرستې ورته برابرېږي.»
د جرمني د مونشن په كنفرانس كې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد هولبروک هم د افغان ولسمشر كرزي خبرې چې د شپې له خوا د تالاشيو او همدارنګه د چاپو مخه بايد ونيول شي تاييد كړې او زياته كړې يې ده چې بايد د افغان حكومت ملاتړ وشي نړيواله ټولنه له دوى سره مرسته وكړي، نه دا چې د حكومت د كمزورۍ لپاره يې كار وكړي.
كرزي په كليو او بانډو كې د جګړې پاى ته رسېدل د افغانانو لپاره لومړيتوب وباله، نوموړي همدا راز زياته كړې چې، د شپې له خوا د افغانانو پر کورونو د چاپو او تلاشيو او په خپلو کورونو کې د افغانانو د نيونو پاى ته رسېدل هغه مسايل دي چې افغانان ورته تر هر څه ډېر اهميت ورکوي.
كه چېرې بهرنيان د اتو كلونو مخكې جګړو او عملياتو پايلو ته وګوري نو بايد چې دا ډول وړانديزونه په بشپړه توګه ومني او عمل پرې وكړي. ځكه چې په دې اته كاله مبارزه كې د بهرنيانو په اصطلاح د ترهګرۍ جګړه كې هېواد پرته له ورانيو، لوږو، وژنو، بې وخته تلاشيو، بمباريو او د افغانانو خوښۍ په غم باندې اړولو پرته نور هېڅ هم نه دي شوي، كه چېرې پرمختګ ته وګورو نظر د نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته په هېڅ حساب دى، د همدې ستونزو له امله بايد چې بهرنيان په دې اړه په بشپړه توګه له تجديد نظر څخه كار واخلي او خپل مخكني كارونه يو ځل بيا وګوري او بيا دې په نوو عملياتو او جګړو باندې له سره كتنه وكړي.
د ۱۳۸۸ لمريز كال د سلواغې ۲۰ مه
http://www.bloguna.com/viqar/view/8451