کور / تازه خبرونه / امريکا: پاکستان د منځګړتوب غوښتنه کړې

امريکا: پاکستان د منځګړتوب غوښتنه کړې

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي پاکستان له افغان حکومت سره د طالبانو په پخلاينه کي د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخي دغه غوښتنه د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني تېره مياشت د ناټو هيوادونو په غونډه کي له امريکايي مقاماتو سره د ليدني پر مهال وکړه.
د نيويارک ټايمز وايي امريکايي حکومت تر اوسه د پاکستان د منځګړتوب پر غوښتنه باندي غور کوي او هغوى ته يې د رد او تائېد په هکله څه نه دي ويلي. خو ويل کېږي چي د امريکا غوښتنه له پاکستان څخه د جلال الدين حقاني د ګروپ او طالبانو ترمنځ پر جلا والي باندي راڅرخي، ځکه امريکا وايي د جلال الدين حقاني ګروپ د القاعدې سره نه شلېدونکى اړېکى لري.