څو ورځې کیږي چې امریکایان اودناټوځواکونه دهلمند ولایت دنادالي (نادعلي ) ولسوالۍ اړوند دمارجې سیمې دنیولواوهالته دپراخوعملیاتو دترسره کولولپاره تیاری نیسي .
دغه جنګي ترتیبات دهلمند ولایت دیوې ترټولو کوچنۍ سیمې دنیولولپاره په داسې مهال کې ترسره کیږي چې له تیرو دوو اونیوراهیسې دنړیوالې ټولنې اوخپله امریکایانوله خوا له اسلام اباده رانیولې ترابوظبۍ ،استانبول ،لندن اومونیخ پوري یوه ورځ نه بله ورځ په افغانستان کې دسولې اوسوله ایزوهڅو دترسره کولو په نوم دکانفرانوسونودایرول هم جریان لري .
دامریکایانواونړیوالې ټولنې له لوري په یوه مهال کې دغه دوه متضاد حرکتونه (دسولې راوستلو هڅې او دجګړې لپاره تیاری ) دافغانستان په اړه دهغوۍ ددوه مخې پالیسۍ ترټولوښکاره دلیل بللی شي .
په هرصورت دامریکایانوچې له دغو ضد اونقیضو کړو وړوڅخه هرڅه هدف وي هغه به دافغانستان دځوریدلي ولس په هکله ددوﺉ په شومونیتونوپوري اړه لري،مونږ غواړودلته دامریکایانوله لوري دمرجې دنیولو په اړه دامریکایي اونوروبهرنیوځواکونوپه اړه په پوځي وړتیاخبره وکړو.
له تیرواتوکلونوراهیسې دامریکایي اوانګلیسي ځواکونوله لوري دا ۱۴ واردی چې په هلمند ولایت کې دطالبانو دله منځه وړلو لپاره په مختلفونومونو ډیرپراخ اوقوي ځمکني اوهوایي عملیات ترسره سوي اوهرځل له دغوعملیاتوسره دهغوﺉ ډیر قوي تبلیغاتي کمپاین هم مل وي خوهرځل یې نتیجه دتیرکال دجولای دمیاشتې دخنجر اوپړانګ دعملیاتوپه څیروي چې په لسو زرو مجهزوعسکرویې یواځې دلشکرګاه له ښاره دطالبانو دراکیټونو توغولو مخه ونه نیولای شوه.
دموضوع دښه وضاحت لپاره غواړوپه لنډ ډول دبهرنیو یرغلګروله لوري په هلمند ولایت باندې دتیرو۱۳ لویوعملیاتو نومونه او نیټوته یو ځغلنده کتنه وکړو.
۱ ـ په موسی کلاولسوالۍ باندې د۲۰۰۶ دمی دمیاشتې پراخ عملیات .
۲ ـ په سنګین ولسوالۍ باندې د۲۰۰۶ کال دجون دمیاشتې لومړني پراخ عملیات.
۳ ـ د۲۰۰۷ کال دفروري په میاشت کې د Volcano (اتش فشان )په نوم پراخ عملیات .
۴ ـ د۲۰۰۷ کال دمی په میاشت کې Achilles (دجګړواتل) په نوم لوی عملیات .
۵ـ د۲۰۰۷ کال دجون په میاشت کې د Bikashyپه نوم پراخ پوځي عملیات .
۶ ـ د۲۰۰۷ کال داګست په میاشت کې د Hammer (سندان) په نوم لوی عملیات .
۷ـ د۲۰۰۷ کال ددیسمبر په میاشت کې دموسی کلا دوهم لوی عملیات.
۸ ـ د۲۰۰۸ کال دمی په میاشت کې د Eagle Eye (دباز سترګه) په نوم لوی عملیات.
۹ ـ د۲۰۰۸ کال داګست په میاشت کې د Falcon Summit د(باز هسکه ) په نوم لوی عملیات.
۱۰ ـ د۲۰۰۸ کال ددیسمبرپه میاشت کې د Sunda Chara په نوم لوی عملیات.
۱۱ ـ د۲۰۰۸ کال دمارچ په میاشت کې د Blue Sword د(زرغونه توره ) په نوم لوی عملیات.
۱۲ ـ د۲۰۰۹ کال دجون په میاشت کې د Claw Armor د(زغروال ججوری) په نوم لوی عملیات.
۱۳ ـ د۲۰۰۹ کال دجولای په میاشت کې د Dagger د(خنجر) په نوم ترټولو پراخ پوځي عملیات.
هوکه امریکایانو اودهغوﺉ انګلیسي ایتلافیانوپه تیرو اتو کلونوکې په دغو ۱۳ لویوعملیاتو سره چې دلسو اوشلوزروترمنځ د ډیرو مجهزو پوځیانو له لوري پرمخ بیول کیدل اودترسره کولو پلان اونقشه یې دپنټاګون اوناټوتړون دترټولو ماهروپوځي جنرالانو له لوري په ډیردقت سره طرح سوې ،ونه کړای شول چې دافغانستان له ۳۴ ولایتونوڅخه یواځې یودهلمند ولایت دومره ترخپلې ولکې لاندې راولي چې هالته دوﺉ وکولای شي دهوايي ځواک له ملتیا پرته له یوې پوځي اډې تربلې هغې پورې په غزیدلي سرک په ډاډه زړه تګ راتګ وکولای شي داخوپریږ ده چې ددغه ولایت له اړوندو ۱۳ ولسوالیوڅخه دي یوه بشپړه ولسوالۍ ترخپلې ولکې لاندې راولي.
هغه دفارسي متل له مخې چې آزموده را آزمودن خطاست هغه هلمند اوپه هغه کې جنګیدونکې غالب طالبان چې دتیرو اتوکلونوپه جریان کې د۱۳ لویو عملیاتوپه وسیله مغلوب نه کړای شول اوس په داسې حال کې چې هغوﺉ دتیرو اتوکلونوجنګي تجربې هم ترلاسه کړې وي څرنګه د دې امکان ولري چې دمورال بایللو بهرنیو پوځیانو په دې عملیاتو دې هغوﺉ مغلوب کړاي شي .
دغه خبره خپله دبهرنیو ځواکونو دلوي قومندان جنرال سټانلي مکریسټال اونورپوځي قومندانانو زړه ته هم ښه لویدلې ځکه یې داځلې دخپلو پوځي عملیاتو ساحه يوه ډیره محدوده وړه منطقه فقط دمارجې سیمه تعین کړې .
ځکه دوﺉ پوهیږي چې د اته کلنې جنګي مسابقې په دغو حساسوشیبوکې دیوې لویشتې ځمکې دبُرد وباخت خبره هم ډیر ارزښت لري نوغواړي چې اوس له پوځي اوتبلیغاتي لحاظه یواځې دوړې مرجې نیولوته دهلمند دنیولو نوم ور واغوندي.
خود هلمند مورال لرونکي طالبان اوس دجګړې له اسرارو اومحاربوي تکتیکونوسره ښه بلد سوي ، هغوﺉ له دښمن سره دمخامخ جګړې په تکتیک دپارتیزاني یا خرپ اوترپ تکتیک ته ترجیح ورکوي ؛ ځکه ددغه تکتیک په دښمن باندې اثر زیات اوترسره کوونکي لوري ته یې دتلفاتو زیان ډیرکم وي.
له بله پلوه دامریکایانو اوناټو د پرمختللیو ځمکنیو او هوایي وسلو په مقابل کې دطالبانو وسلې ددې وړنه دې چې له هغوﺉ سره دي په مخامخ جګړه کې وکارول شي .
دهمدغه جنګي رمز داهمیت له امله دبهرنیو ځواکونو قومندان جنرال سټانلي مکریستال غواړي په هلمند کې طالبان دمخامخ جګړې پوځې مسابقې ته راکاږي ترڅو ددغې نا انډوله مسابقې پایلې بیا نړۍ ته دخپل ځان په ګټه اعلان کړي .
شاید په مؤقت ډول هالته موجود طالبان دیوه جنګي تکتیک له مخې په بشپړه توګه دمارجې سیمه بهرنیو ځواکونوته ورپریږدي اودوﺉ ترې خوندي ځایونوته ځانونه وباسي .
خو داپه هیڅ ډول هالته دبهر نیوځواکونوپه مقابل کې د موجود مزاحمت دله منځه وړلو اویا په ټول افغانستان کې دطالبانوپه وړاندې دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو دبریالیتوب په مانا نشي کیدای .
هالته په مارجه کې موجود واقعیتونه دهغه ځای محاربوي وضعیت اوشرایط ، دجګړې دمتحاربوخواو د جنګیالیو پوځي مورال اودهغوﺉ عقیدوي لاملونه او وجوهات خو ددې ښکارندوینه کوي چې امریکایان او ناټوبه دغه وروستی چانس هم دلوی الله په نصرت سره بایلي .
خو په افغانستان کې دبهرنیوځواکونو مشرقومندان جنرال ماکریستال اودپنټاګون چارواکي دخپلو مسلسلو شکستونو اوماتو پټولو په خاطر اوس داسې مرحلې ته رسیدلي چې داوبوځک ته هم لاس اچوي اودمارجې عملیات دیوه نامتحقق اوناشوني بریالیوب په هیله ترسره کول غواړي …
ښه ده هغوﺉ دې داوروستی چانس هم وازمویي خو ديته باید متوجه وي چې په دغه چانس کې بریاليتوب د جز اوکل په مدار راڅرخي هغه څرخښت چې هیڅکله په دې هیواد کې دهغوﺉ دمورال بایللو پوځیانو دهزیمتونو اوشرمندګیو درد نشي دواکولای. راتلونکي عمليات به يو ځل بیا د ملکي وګړو ماشومانو او سپين ږيرو په مرګ ژوبله او پراخو مالي تاوانونو پای ته ورسيږي .