کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ټولټاکنوکي پردرغلیوشپږزره کسه شاهدان !

په ټولټاکنوکي پردرغلیوشپږزره کسه شاهدان !

دټولټاکنوکمیسون اعلان وکړي چي ددي کمیسو ن شپږزره کارکونکو په درغلیوکی لاس درلودي دوي زیاتوې چي دشپږزره کسانواسنادلاس ته راغلې دي . داچی نه راغلې اویانه دي پیژندلې سوې داخولابله خبره ده دټولټاکنوکمیسون دی اعلان ډیرپوښتنی راولاړې کړیدې . اواساسی پوښتنه داده چي دی درغلیو په حقیقت کي دافغانستان پرسرنویشت باندي څومره بد اثرغورځولې سی ؟

لو مړي . حتمی خبره ده چي دادرغلي خودملت دښی ګڼې اودخداي دپاره ندې ترسره سوې اوحتما په دې کی رشوت اوپیسی اخیستل سویدې نوکه موږ ددي شبږزره کسانوله جملی نه داسی فکروکړوچی هریوه به دوه زره ډالره رشوت اخیستی وې نوکه دی ته حساب وکړودولس میلونه ( ۱۲۰۰۰۰۰۰) میلونه ډالره کیږی نودولس ملیونه ډآلره خونه درمضان بشردوست په وس کی وي نه ډاکتراشرف غني داکارکړیدې اونه هم ډاکترعبدالله اونه هم نوروکاندیانو څکه که هغوي کړي واې نوکیداې سوه چي هغوی کامبابه سوې هم واې . دومره پیی حتمی هغه چا استعما ل کړیدې چي دبیت المال دبانک دجوال خوله یی په لاس کی وه يا ښه غټ قاچاق بران وه ، یا قوې رشوت خواره وه کیداې سی داسې کسان هم په ددې ښپږزره کسانوپه جمله کی وي چي په لس ګونه زره اوحتي په لکونورشوت یی هم اخیستی وې ؟

دوهم : کله چی په یوه اداره کي دومره سترخیانت صورت نیسې څنګه ه کیداې سي چي دومره غټ رشوت دي واړه مامورین اوکارکونکی نوش جان کړې ترڅوورسره لوړپوړی شریکان نه وې ؟

دریم : که دې خلګوسل سل کارته هم په غلطه لاره دپيسواورشوت په بدل کی استعمال کړیوې وي نوبیا خوداشپږلکه کارته کیږې چي داافغانستان دانتخاباتوپربیهرډیرمنفی اثرغورځوې نودداسی یودستګا ه اوادارې چي هلته شپږزه غلو کارکړیوی دهغوی فیصلی څنګه ملت اونړیوالوته دمنلودې ؟

څلورم : کله چی کمیسون دشپږزره غلوپه درغلیوخبردی اواسناديی هم په لاس لرې نوپه دي هم خبردې چي دشپږزره کسانودرغليو څومره ظالمان اوناوړه کسان په ناحقه دافغانستان دملت پراوږووسباره کړه کمیسون باید دهغو کسانولست هم خپورکړې چي ددرغلیوپه نیتجه کی کامیابه سویدې ترڅوملت دواړه وپیژني ولوکه په ولسمشریزوکی هم وي ؟

پنځم په داسي یوه کمزورې اداره کی چي په هغه کی شپږزره کسان غله ننوتي وي هغه هم داسی یوه اداره وی چي دیوه مظلوم ملت سرنویشت ټاکي ملت اونړیوال به اینده په هغه څنګه باوراواعتمادوکړې ؟

شپږم : ایا دقانون ، اسلام ، اوملي ګټوله مخي دیوه داسي خاین دپاره چی ددیریش ملیونوخلګوپه سرنویشت یي ملنډي وهلې وی اودخپلې شخصی ګټواورشوت دپاره یی دصادق پرڅاې غل اودخدمتګارپه عوض یوخاین دملت پراوږوسبورکړیوې داجزابس ده چی نورد ټولټاکنوپه کمیسون کی څوکاله کارنه سي کولاې ؟
هغوی بیا هم کارکولای سی دلته یی خپل جبیونه ډک کړه کیداې سی په یوبله فاسده اداره کی تردې زیات ښه کارپیداکړی ځکه دلته فساد اسمان ته ختلې دی اودغلواوخاینانودپاره دهری ادارې دروازې خلاصی دی په پیسوهره چوکي راینولاې سي بدبختي دهغوصادقوخلګوپه نصیب ده چي دافغانستان خلګ دځان اودځان دهغوي بچی اوخدمتګاربولې ؟

اوم ایا دکمیسون دااعلان پرولسمشرکرزې اوپرولایتی شوراګانوددرغلیودشاهیدې معنی نه لرې . اوددوي حثیت ته په ملې اونړیواله سطه زیان نه رسوې ؟

اتم : که دامدرسه اودااستادوې ( دټولټاکنوکمیسون وې )نوزموږراتلونکي پارلمان چی سرنویشت جوړونکي دی بیا دغلواوداړه مارانوډک نه سي ؟

نهم : ایا دافغانستان دخلګواونړیوالی ټولنی مالې اوځاني قرباني چي دټولټاکنودپاره یی ورکړه په اوبوکی لاهونه سوه ؟

لسم : اساسي قانون ، دټولټاکنونړیوال معیارونه دداسی یوه کمیسون پریکړې چي پخپله کمیسون یی شپرزره غله مني اوداچي لانه سم معلوم ندي دهغوی اندازه خولاورکه ده عادلانه ، انساني اوقانونی بللی سې ؟

یولسم : په ټوله نړي کي به تراوسه داسې یوکمسیون بل هم پیداسوې وي چي په هغه کي شپږزره داړه ماران په درغلیومتهم وې ؟

دولسم : دادارې فساد کمیسون اوڅارنوالې وايی چی موږ په فساداودرغلیواورشوت ککړخلګ لټوترڅودقانون منګولوته یی وسپارو اوجزا ورکړو دادي دټولټاکنوکمیسو ن هم اسنادلرې اوهم درشوت خورواوغلولست لرې تردې به بل سترخاین چیرې وې چي دخلګوسرنویشت یی ترخپله خیټه قرباني کړیوې هغوی باید ترټولومړﺉ دهمدي کسانوسره قانونی چلندوکړی که خلګ نه خطاباسي ؟

دیارلسم : وداسي ادارې ته به نړیوال څنګه بیا پیسي ورکړي اودوي به په کوموسترګونړیوالوته وايی چي موږته دټولټاکنودپاره کمک وکړی داهغه پوښتنی دې چي وخداي پاک ، افغان مظلوم ملت نړیوالي ټولني اوتاریخ ته یی باید دټولټاکنوکمیسون اداره دادارې فساد اداره اوڅارنوالې جواب ووايی .
وسلام .