کور / تازه خبرونه / ناټو افغان په افغان ماموريت کي روسانو ته بلنه ورکړه

ناټو افغان په افغان ماموريت کي روسانو ته بلنه ورکړه

د ناټو سازمان عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په افغانستان کي د طالبانو ضد جګړه کي د ګډون په خاطر روسيې ته بلنه ورکړه.
نوموړي وويل په افغان ماموريت کي د روسيې د حکومت ګډون له امکان څخه لېري نه دئ او موږ هيله لرو چي روسيه د طالبانو پر ضد عملياتو کي د ايتلافي قواوو او ناټو پوځونو ملګرتوب وکړي.
راسموسن وويل که طالبان د افغانستان واګي يو ځل بيا تر لاسه کړي، نو د منځنۍ آسيا هيوادونه به د نشيي موادو او تروريستانو په مرکزونو بدل سي، چي د روسيې دپاره به يې عواقب ښه نه وي.
افغانستان د روسيې د پوځونو د دوهم وار راتګ په هکله دوه کاله دمخه هم دغسي اوازې راپورته سوې وي، خو وروسته روسيې افغانستان ته د خپل پوځ له لېږلو انکار وکړ.
د افغانستان حکومت او روسانو لا تر اوسه د ناټو د مشر پر څرګندونو نظر نه دئ څرګند کړئ، او نه هم د افغان پارلمان غړو چي اکثره يې ځانونه له پخواني شوروي اتحاد څخه د افغانانو د خپلواکۍ ناجيان معرفي کوي کوم نظر ورکړئ دئ.
بايد وويل سي چي د پخوانيو مجاهدينو ځينو ډلو د برهان الدين رباني په مشري د شوري اتحاد تر ړنګېدو دمخه له روسانو سره د نويو اړېکيو پټ تارونه وغځول.