عزيز الله ماما يادوو، ټول عمر د افتادګانِ خاک په ننګ جنګېدونکی دا سړی پر څلورم دسمبر (۲۰۰۹ء) سپردِ خاک شو. په ژوند او هم په مرګ له خپلې خاورې سره پېوند پاتې شو. ماما سياستدان، ليکوال، شاعر او وکيل وو، د باچاخان د لوی تحريک ملګری وو، کومېټډ شخصيت وو او عالم باعمل وو.
زما لپاره د عزيز ماما نوم همېشه قابلِ احترام پاته شوی وو. يو خو هغه د قلم سړی وو، د جهالتونو خلاف مسلسل جدوجهد کوونکی روشن فکر ليکوال وو. دوم د پارليماني سياسي غير سنجيدګيو په خيرن او خوړجن ماحول کي يو انتهايي سنجيده سياسي وو، د سياست په رموزو او ادا پوهه سياستدان وو. پر علمي بنيادونو سياسي مبارزه يې خپله يوه منصبي فريضه ګرځولې وه.
ماما د پښين په توبه کاکړي غوندې وروستو پاتې سيمه کي زوکړی وو. په هم دې سيمه کي يې شخصيت تبارز وکړ او ثابته يې کړه، چي په مړو ايرو کي سره بڅري شته. په دې بې سرنوشته سيمو کي که نن چيرې چيرې فکري رڼا تر سترګو کېږي، نو د ماما په شمول د يو څو کسانو د مبارزو نتيجه ده. په قامي تحريک کي ددې څېرو رول بنسټيزه تيږه تراشي. موږ په تحريک کي د شخصيت پرستۍ قايل نه يو خو د هغو شخصيتونو د رول يادونه قامي فريضه ګڼو، کوم چي مقدس ملي هدف ته لوګي شوي دي. ماما د څرګند هدف لپاره جنګېدونکی څوک وو، د يو مرکز په ارزښت خبر عزيز الله په بلوچستان کي خپله بې سرنوشته ورځ نه شوه زغملې. د سرنوشت مقدمه او مدعا د هغه په هر ليک او وينا کي څرګنده وه. هغه ددې حقيقت ادراک لرلو، چي تر څو د يو مرکز خاوند نه شې، “ميوې به درنه بل خوري ملا به ستا پکي ماتېږي”. د اويا په لسيزه کي افغانستان ته تللی وو او د مرام د “سرې ډولۍ” د راوړلو د ارمان د قافلې ملګری وو. په بېن الاقوامي او ملکي تناظر کي د قامي سياستونو په بحراني صورتحال کي خپلې نظريې او کمټمنټ ته وفادار پاتې شو او د ثور انقلاب په تناظر کي د قامي سياست د”متبادل قيادت” د راپېدا کولو د خواهش د غلطۍ متعرف وو. په نوې نړۍ کي د نوي قامي سياسي تشکيل په تکميل يې ثابته کړه، چي د اې اين پي نه بغېر په بله لار قامي هدافو ته رسېدل ممکن نه دي. اسفندر يار خان د ماما لخوا د قامي سياست د دايرې د تکميل عمل د تحريک لويه کاميابي ګڼله. د ماما په واسطه دلته تحريک لوی کېفيتي او نظرياتي پرمختګ ته لار ومونده او زړه قبايلي ډهانچه له شکست سره مخامخ شوه.
همخيال او همراز ملګری لطيف اپريدی يې په حقله وايي “د عزيز ماما د شخصيت ګڼ اړخونه وو. اول خو هغه ډېر عالم فاضل سړی وو. دوم، ډېر منظم سړی وو. د هر اجلاس او غونډې روداد به يې د ځان سره ليکلو. دا د ډېر منظم او ذمه وار سړي کار وي. هغه تاريخ محفوظول غوښتو. دريم، د هغه غوندې انساني شرافت ما په ډېرو کمو خلکو کي ليدلی دی. د چا نه د وړاندې کېدلو کوشش يې نه کولو، د رتبې او عهدې وږی نه وو. بې غرضه سړی وو، لالچ پکي نه وو. د اصولو پابند وو. هغه په عوامي نېشنل پارټۍ کي د اصولو پاسداري غوښته. د ګروپ بنديو په ختمولو کي يې ډېر لوی کردار وو. ډېر لوستی سړی وو. په ادب مين وو، د افغان په تاريخ ډېر پوهه وو، پر عالمي حالاتو يې ژور نظر لرلو. د ماما غوندې ښه لايبرېري به د چا نه وه. کله چي به پېښور ته راغلو، د کتابونو پر يو يو دکان به ګرځېدو او د ادب، سياست او تاريخ چاپ شوي اکثر کتابونه به يې اخيستل. د دې ترڅنګ يې د وکالت په ډګر کي هم ځان د يو قابل او ايماندار وکيل په توګه ثابت کړی وو. د سپريم کورټ وکيل وو. کوشش به يې کولو، چي په هر کېس کي ايمانداري وکړي. فضول بېکار کېسونه به يې نه اخيستل. ماما ته په ژوند کي هغه درجه ورنه کړل شوه، د کومې چي هغه حقدار وو. زه د هغه په مرګ ډېر خفه شوم، يو ايماندار ملګری مي وبايللو، د يارانو کډې ګور ته وار په وار ځي”.
ماما په انګليسي ادبياتو کي ماسټري کړې وه، د نصاب استاد هم پاتې شوی وو او د سياست استاد هم!!! په سياست کي يې کتاب متعارف کړ، په سټوډنټس پاليټکس کي يې فعال او جاندار رول لرلو. د پښتون سټوډنټس فيډرېشن په فعاليت کي د سر له سړيو وو. هغه پښتون ایس ايف ته د سياست او نېشنل ازم د نهال خانې په سترګه کتل. ماما په داسي يو ماحول کي پر اکېډميکو بنيادنو سياسي ذهنونه وروزل، چرته چي سياست د علم نه خالي يو څيز پاته دی او يارانو پکي په پراخ مټ د ډنډه مارۍ رجحانات خواره کړي دي. ماما د يو روغ نسل په ذهني تعمير کي شريک پاته شوی دی. څلوېښت کاله يې په سياست کي د رڼا خورولو سپېڅلې دنده تر سره کړه. د يادونې وړ خبره دا ده، چي کوم خلک په سياسي ډګر کي د ماما ملګري پاتې شوي دي، ټول د کتاب او مطالعې خلک دي، د نظم و ضبط او وفادارۍ خلک دي. د پنځه زرو کتابونو مالک عزيز الله ماما په اصل کي له کتابونو جوړ شخصيت وو. د هغه کومې ليکنې چي زما تر نظر تېرې شوي دي، د پراخې مطالعې او مشاهدې عکاسي مي پکي ليدلې ده. ماما څلور کتابونه ليکلي دي. چي د پښتو ادب تاريخ، د طالبعلمانو سياسي فعاليت، پښتون قامي تحريک او بلوچستان په اړه دي. دا څلور واړه ناچاپ دي. ددې تر څنګ يې په بېلابېلو مجلو او ورځپاڼو کي خورې ورې مقالې هم شته.
ماما له غريبې طبقې سره زښته همدردي درلوده، که څه هم مالي حالت يې ښه نه وو خو له غريبو طالبعلمانو سره يې تر مرګه هر ډول مالي مرسته کوله. ددې تر څنګ يې په ادبي کانفرنسونو او نورو ادبي کارونو کي هم له هيڅ ډولې مرستې نه ډډه نه کوله.
افضل خان لالا وايي “ماما ګڼ اړخيز شخصيت وو، د يو ښه پښتون ټول صفات پکي وو، په نړۍ کي يې د پښتون قام سيالي او همسري غوښته او په پښتنو کي دننه د غريب د حق طلبګار وو، په ټولنه کي يې مساوات او برابري غوښته. په اصل کي طبقاتي مبارز وو. زه د هغه مرګ د پښتون د غريبې طبقې تاوان ګڼم”.
ماما په موجوده حالاتو کي د پښتنو دانشورانو له کنټريبيوشن نه راضي نه وو، هغه به ويل د دانشور کار د ټولنې فکري پيش منظر بدلول دي، خو پښتون دانشور په دې حقله قابلِ اطمينان کردار نه لري. په بدلېدونکې نړۍ کي پښتون دانشور او اديب بايد د خپلې قامي فريضې ادراک ولري او پر سنجيده او اکاډميکو بنيادونو دي خپل کردار تر سره کړي. ماما په دې حواله ځان په اصطلاح اپ ټو ډېټ ساتو. له پښتو مطبوعاتو سره يې ژور تعلق وو او په پراخ زړه يې د روشن فکرو ليکوالانو او اديبانو حوصله افزايي کوله. ماته يې هم په دې ډګر کي زياته مينه او حوصله راکړې وه ، “د خپل عهد د ترجمان” پيرزوينه يې د ځان لپاره د قامي ذمه وارۍ په توګه اخلم. بايد ددې ترجمانۍ حق په ايماندارۍ او ديانتدارۍ ادا شي. هم دا به مو له ماما سره وفاداري وي او هم په دې توګه د هغه حق ادا کېدی شي. کوم کار چي پاتې دی، د هغه د تکميل عزم پکار دی، ځکه چي مبارزه يو روان عمل وي، په دې کي چي کله د چا تشه راپېدا کېږي، د هغې د سبق او پېغام په توسط دا اداراک بايد وشي، چي څومره کار شوی دی او څومره پاتې دی او موږ ته اوس له کومه ځايه سفر پېلول پکار دی؟ د ماما مرګ يو لوی تاوان دی. ددې تاوان د تلافي لپاره ړومبنی کار بايد دا وشي، چي د هغه کتابونه چاپ کړل شي، په هم دې توګه به ماما له موږ سره په معنوي توګه محفوظ او ژوندی پاته شي. موږ د ماما علمي کنټريبيوشن ته ضرورت لرو، څوک ذمه وار ذهن بايد دا ضرورت احساس کړي.
وه هجر کي رات کا ستاره، وه هم نفس،هم سخن همارا
سدا رهې اس کا نام پيارا، سنا هی کل رات مرگيا وه
khanzaman_kakar@yahoo.com