دبست کلاجنازه پورته کيږي " /> دبست کلاجنازه پورته کيږي " /> دبست کلاجنازه پورته کيږي " /> دبست کلاجنازه پورته کيږي " /> دبست کلاجنازه پورته کيږي – لراوبر ویب پاڼه

دبست کلاجنازه پورته کيږي


افغانستان اوددي هيوادډيري سيمي له تاريخي وياړونوڅخه ډکي دي
هلمندولايت دافغانستان يوله هغه ولايتونوڅخه دي چي په خپل غيږکي يي ډيري پخواني حاکمان روزلي دي
په دي ولايت کي له پخوانيوحاکمانوڅخه ډيري تاريخي کلاوي پاته سوي دي .
افغانان اوهلمنديان دانړي ته ورښيه يي چي زموږهيوادتاريخي هيواد دي اوداهيوادپنځه زره کلن تاريخ لري
که دي ته راسوچي زموږ دهيوادپنځه زره کلن تاريخ اوسني وختونوکي هم موږ تثبيتولاي سوکنه

دافغانستان په هرولايت اوهره سيمه کي چي غونډي اوياسمينارونه جوړيږي تل داپکښي ويل کيږي چي داهيواديوتاريخي هيواددي اوپنځه زره کلن تاريخ لري
دلته پوښتنه داراپيداکيږي چي اوس هم افغانستان پنځه زره کلن تاريخ ښولاي سي زماپه اند (نه)

داځکه چي زموږ دنيکونواوپلرونوهغه تاريخي نښاني چي موږ ته دتاريخ په اوږدوکي په يادراته پاته دي اوس دي زموږ خلک ننداره وکړه چي دغه کلاوي په څه حال کي دي اوولي دولت ورته توجه نه کوي ، موږ ددي تاريخي کلاوومسوليت چاته راجع کړو

ايادتاريخي کلاووساتنه اوحفاظت شاعران اوليکوالان کولاي سي اوکه هغه څوک چي درسنيوله لاري دخپل فوځ ستايني کوي .
درنودوستانوپه هلمندولايت کي يوه ډيره تاريخي کلاشتون لري فکرکوم چي هرافغاني به يي په اړه يوڅه ناڅه معلومات ولري ددي تاريخي کلايوانځور دافغانستان په مروجه پيسوپه (سل ګون)باندي کيدايي سي چي هرچاليدلي وي داده د(بست تاريخي ) سيمه ده
 



دغه کلادوه نيم زره کاله وړاندي دوخت حاکم نوشيروان عادل يووزيرچي (بستک) په نامه مشهوره وه جوړه کړه  ،دغه له تاريخ نه ډکه کلادهلمندڅپاندسيندترڅنګ ولاړه ده  ،دي کلاڅوارزښتونه درلودل لکه اوبوته پوره لاس رسي

له جنګ لپاره ځانګړي جوړسوي برجونه اولوي سراي له فوځيانولپاره ځيني روايتونه وايي چي دغه کلاپنځه دروازي درلودلي چي ټولي دروازي يي په ولسواليوکي وي لکه نادعلي ولسوالي کي شنه کلي کي اوپه ناوي ولسوالي کي سره کلااومخطرکلااوځيني نوري سيمي داچي دغه تايخي کلادوخت حاکمانوولي په دي ځاي جوړه وله دابه روښانه کړوپورته ذکرسوي حاکم دوه نيم زره کاله وړاندي په دي سيمه کي پاچاهي کوله تايخ وايي نوشيروان عادل هغه باچاوه چي په خپل وخت کي ډيرظالم اويووحشي حاکم وه

دوي په ريګونوکي اوسيدل اوهلته يي خپلي چاري نه سوي پرمخ وړلاي نويوه ورځ يي يووزيرچي بستک نوميده ورته داوړانديزوکړي چي د دوي ګروپ بايد اوبوته پوره لاس سي ولري نويي دهلمنددسيندترغاړي ديوي کلادجوړوني چاري پيل کړي خوتاريخ ددي کلادجوړوني وخت پوره نه دي ښولي دومره يي ويلي دي چي په ډيروسختيواوستونزوسره جوړه سوي ده .
په دي ځاي کي دتيروافسانوي تاريخونوبيلا بيلوحاکمانوله اسلام نه وړاندي اوپه اسلام کي خپلي پاچاهي کړي دي .

لنډه داچي داتوسوه (۸۰۰)کاله راپديخواپه دي کلاکي پاچاهي نه ده سوي
داچي اوس دي کلاته څومره ارزښت ورکول سوي دي دي ته به راسوپه هلمندکي له والي نه نيولي داطلاعاتواوکلتوررياست ترډيرکوچيني رتبه کارکوونکي پوري دي کلاته هيڅ ډول توجه نه دي سوي په داسي حال کي چي په دي تايخ مووياړ هم کوو
 




دوه دوه نيم کاله وړاندي ددي پرځاي چي دولت دغه کلاله ورانولوڅخه وژغوري  په دي وخت کي دهلمندوالي اسدالله وفا داسي فکرکاوه چي کواکي دابي نقشي جوړ سوي.

يوځلي يي زموږ دنيکونواوپلرونوهډونه له ځمکي راايستل اودهلمند سيندته يي وراچول دکله څخه چي ليکوالان اوشاعران ورباندي خبريدل ترډيره يي زموږ دنيکونواوپلرونود تاريخ په لمنځه وړلو خپل زړه يخ کړي وه
موږ ددي کلاوو په ورانولووفا ترډيره ګرم نه بولوځکه ښاغلي وفا ددي ولايت له تاريخي اثاروڅخه پوره خبروه

دده ترڅنګ ځيني داسي کسان وه چي زموږ دغه وياړونه يي له منځه وړلوډيرغټ پلانونه يي درلودل چي ددوي په مقابل کي دهلمندخلک ودريدل اودوي خپلوموخوته ونه رسيدل .

اوس راسودي ته چي دکله څخه چي ګلاب منګل دهلمندوالي په حيث مقرر سوي ده دهلمنددتاريخي وياړونوپه ساتنه کي څومره کارکړي دي .
تقريبا دوه کاله کيږي چي ګلاب منګل هلمندته دوالي په حيث راغلي ترډيره حده پوره يي کارونونه اوهڅي که سترګي ځيني پټي نه کړودستايني وړدي
متاسفانه تر دي مهاله ده هم دهلمنددتاريخي هويت دساتني لپاره هيڅ کارنه دي کړي دهلمندداطلاعاتواوکلتوررياست دي لادبلاهيرسي
 



دهلمنددولتي اداره به دي لانه ده توانيدلي چي په دي تاريخي سيمه کي دغيرقانوني کيندونو دخپل سروکورنوجوړولواودکلادورانوکومخه ونيسي .
که رښتياووايودهلمندوالي محمدګلاب منګل دبست تاريخي کلاوواوپه دي ولايت کي دنوروتاريخي سيموپه ساتنه کي تر دي مهاله هيڅ ډول توجه نه ده کړي .

داچي په راتلوونکي کي به څه پلان لري هغه نه دي روښانه
دهلمندداطلاعاتواوکلتوررياست ددي دنده په غاړه لري چي په کال اويا لږ تر لږه په يوه مياشت کي له دي سيمي څخه يوه ليدنه وکړه
په داسي حال کي چي دغه رياست مسولينوپه مياشتومياشتوله دي ځاي څخه يوازي يوه پوښتنه هم نه ده کړي

دخنداځاي خودادي چي بست تاريخي کلاوي داطلاعاتواوکلتوررياست څخه په نيم کيلومټري کي پرتي دي .

دامعلومه خبره ده چي دوی دې ته نه وزکارسوي چي يوځلي له تفريح لپاره دې ځاي ته ورسي .

خوکله چي ددي سيمي خلک دي رياست عريضه وکړي چي زموږ تاريخ له وراني سره مخ دي دوي ورته وايي موږ به يي ترمسولينوپوري ورسوو.داخپل مسوليت هم نه ګڼي چي ګواکي دوي بايدورته دحل لاري پيداکړي .
موږ وايوچي هلمنديوتاريخي ولايت دي خواوس يي موږ نښي نه لرواويواځي يي په تاريخي قدامت ټينګ يو
 



کيداي سي ځيني دوستانودقندهارپه اطلاعاتواوکلتوررياست کي يوډيرتاريخي موزيم ليدلي وي چي څومره تاريخي اثار پکښي سته داچي ولي په هلمندولايت کي موزيم نسته

موږ اوس په دي دعايوچي نوشيروان عادله يوځلي بياراژوندي سي اودهلمنددبست تاريخي کلاله سره جوړه اوساتنه يي وکړه

دافسوس ځاي خودادي چي زموږ پخوانيومشرانودغه کلا په څومره ستونزوسره جوړه وله چي يواځي په جوړولوباندی به يي لسيزي تيريدلي اوله ډيروساده ويايلوڅخه به يي استفاده کوله خواوس يي يواځی پوښتنه يي هم نه کيږی .

داچي اوس دغشي ځاي ــ ټانګ ونيوي
داچي اوس داسمان مخ الوتکوونيوي
داچي اوس انسانان له نوي نړي سره اشناسوي
داچي اوس هيوادونه داوبوله سره نيول کيږي
موږهم له نوي نړي سره داشناکيدوپه حال کي يو
خوهيله موداده چي نيکونه موهيرنه سي