د پي ايس ډي پي له خواد خواشينۍ پيغام
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د جنورۍپه ۲۴ نېټه د سوات د مټی په علاقه کې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامی وحدت دستر لارښود ، د عوامی نشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان « خان لالا » دکورنۍ په غړو ،محمد ذاکر خان، محمد شاکر خان او د هغوۍ ملګرو باندی ناروا، نا ځوانه ، غیراسلامی او غلچکی مرګونی برید په کلکه سره غندی. شهید محمد ذاکر خان، شهید محمد شاکر خان او شهید ابراهیم خان ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ او عوامی نشنل ګوند سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په پښتنو غږ کوی چې د تاریخ په دی حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شۍ، د قام او وطن د دښمنانو موخی شنډی او د خپلو قامی اوسیاسی مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړۍ
په درناوی
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د مشرانو جرګه
د خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړو د نا اسلامي او نا انساني عمل غندنه
په ډیره خواشینۍ سره مو د رسنیو څخه خبر تر لاسه کړ چې د پښتون قام د قامي یووالي سوګندخوړلو دښمنانو د پښتنو د قامي وحدت د غوښتنې د مخکښ ښاغلي خان لالا محمد افضل خان د کورنۍ په غړیو یو غلچکی نا انساني برید کړی دی او په دې غمجنه پېښه کې د خان لالا د کورنۍ درې تنه غړي په شهادت رسېدلي اودوه تنه نور ټپیان شوي دي. انالله و انا الیه راجعون.
مونږ د خان لالا د کورنۍ په غړیو دغه نا اسلامي او وحشي برید په کلکه غندو. همداراز د خان لالا د کورنۍ سره په دغه لوی غم کې ځانونه شریک ګڼو او خپله غمرازي او تسلیت ورته وړاندې کوو. شهیدانو ته د اللهج څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته بېړنۍ شفا غواړو. قدرمن خان لالا او درنې کورنۍ ته یې د رب العلمین څخه جمیل صبراو زغم غواړوو.
الحاج محمد نادر سرشار
اوسلو/ناروې
د درانه مشر افضل خان لالا سره د لراوبر خواخوږي!
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي نن يوځل بيا دپښتون قام د مهربان مشر افضل خان لالا د وژلو په نيت د هغه د کورنۍ د غړو پر موټر وسله وال بريد وسو ، د کورنۍ درې غړي يې شهيدان او دوه تنه يې سخت ژوبل سول .
انا لله و انا اليه راجعون
په دې وروستيو کي ځينو ناځوانو او نامردو کسانو / ډلو / دولتونو د پښتنو په قومي او سياسي مشرانو پسي را اخستې ده ، کله په سوات او وزيرستان کي د جګړو اورونه تازه کو ي او کله په هلمند او ارزګان کي د بېګنا پښتنو پر کورونو بريدونه کوي يا يې نور بريدونو ته هڅوي ، کله د هلمند او کندهار د اولس استازي وژني او کله د سهيلي او شمالي پښتونخوا پر قومي او سياسي مشرانو وسله وال بريدونه کوي .
دا ټولي کړني که د پاکستاني تورلينګيانو د آی ايس آی له خوا پلانيږي او که دکابل په اداره کي د پخواني شوروي اتحاد د کي جي بي د پاته شونو غلو له خوا طرحه کېږي موږ يې په کلکه غندو او په وړاندي يې د خپل بېګنا او بېچاره ولس په ملاتړ د احتجاج ږغ پورته کوو !
موږ په لراوبر افغانستان کي د هر ډول بېګنا مرګ ژوبلي غندنه کوو په خاص ډول د قومي او سياسي مشرانو او مخورو شخصيتونو !
د لراوبر ويبپاڼي اداره او کارکوونکي له درانه مشر افضل خان لالا او د هغوی له درنې کورنۍ سره ددوی د کورنۍ د غړو په وژنه ژوره خواشيني څرګندوي او له لراوبر افغانستان کي له ټول افغان ولس څخه هيله کوي چي په دې اړه خپل د احتجاج ږغ پورته کړي .
په لوی افغانستان کي د سولي ، امن او سوکالۍ د راتلو په هيله
د لراوبر ډاټ کام اداره ۲۴- جنوري ۲۰۰۸