کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودونکي مواد او وسله وال نيول سوي دي

کندهار: چاودونکي مواد او وسله وال نيول سوي دي

افغان امنيتي چارواکي وايي په کندهار کي يې ٥٠ کيلوګرامه چاودونکي مواد او دوه شکمن وسله وال نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي دغه مواد په دوو ډبو کي په دې موخه ځاى پر ځاى سوي ول چي په چاودونو کي کار ترې واخلي د پوليسو له خوا نيول سوي دي.
د چارواکو په وينا دغه مواد پرون د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د امنيه قومندانۍ د پوليسو له خوا کشف سوي دي.
د کورنيو چار وزارت له خوا يوه اعلاميه وايي د کندهار پوليسو همدا راز پرون دوه شکمن کسان له يوې توپنچې سره نيولي چي ښايي په وسله والو حملو کي يې کار تري اخيستئ.
د کورنيو چارو وزارت پر داسي مهال د وسله والو او چاودونکو موادو د نيولو خبر ورکوي، چي دوې ورځي دمخه په همدغه ښار کي د حاجي محمد په نوم د حامد کرزي يو نيژدې قومي مشر په وسله واله حمله کي ووژل سو.