کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پخلاينى لپاره په روانو هڅو بحث كړې او پدې ترڅ كې په هيواد كې فعاله ټولې سياسي ډلې ټپلې هڅولې،چې ددې بهير د بريالي كولو لپاره خپل وړانديزونه له دولت سره شريك كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په كابل كې د بريتانيى د سفارت د مرستيال په حواله ليكلي، چې له طالبانو سره خبرې كول د افغان دولت كار دې او دوى پدي برخه كې د هر ډول پريكړې ملاتړ كوي.
په ورځپاڼه كې طالبانو ته د مالي امتيازاتو د وركولو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو د پخواي وزير نظر هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې له پخلاينې مخكې به دا كار ګټور نه وي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په شمالي وزيرستان د امريكا د بې پيلوټه الوتكو وروستۍ حملې ته ځانګړې كړې او پكې د سراج الدين حقاني د وژل كيدو احتمال هم ښودل شوې.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره رونو هلو ځلو ته كتنه كړې، خو ددې خبرو لپاره يى د ښكيلو لوريو د شرطونو وړاندې كول پدې برخه كې د پرمختګ په وړاندې يو اساسي خنډ بللې.
ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې له بهير سره كيدونكي مخالفتونه هم څيړلي او پوښتلي دي، چې دا مخالفت څوك او د څه لپاره كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د طالبانو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د امريكا د يو جګپوړي قومندان دا خبردارې راخستې، چې ددوى نفوس مخ په زياتيدو دې.
ورځپاڼې د افغانستان د كورنيو چارو د وزير په پرونيو څرګندونو هم تبصره كړې او ليكلي، چې په جنوبي ولايتونو كې امنيت ټينګ او د بيارغونې بهير ګرنډې شي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې دا پوښتنه كړې، چې ايا له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو هڅې يو جدي بهير دې؟
ورځپاڼې ليكلي، چې ددې بهير د پرمخ بيولو لپاره تر هر څه لومړي ضرورده، چې د ښكليو لوريو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي او بيا دې د جرګو د جوړولو لپاره اقدام وشي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا هم ليكلي، چې په هيواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان او پاكستان ترمنځ دوستانه او شفافو اړيكو ته اړتيا ده.
په ورځپاڼه كې په اسټامبول كې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع د وزيرانو غونډې ته هم كتنه شوې او په افغانستان كې د شتو امنيتي ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې دا غونډه بايد پدې برخه كې مهمې او جدي پريكړې وكړي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا طالبان د يوې سيمه ايزې لوبې يوه برخه بللې او ليكلي، تر هغو، چې د هغې پيچلتياوې له منځه ولاړې نشي د يو څو طالب مشرانو د نومونو په ويستلو سره طالبان د پخلاينې ته راضي كول ممكن نه بريښي.
ورځپاڼې په دوام كې د ډاكټر سپنتا څرګندونې هم راخستي او ليكلي، چې افغانان له جنګ نه ستړي دي او دولت بايد په هيواد كې د سولې اړتيا ته په پام سره يو ملي وفاق رامنځ ته كړي.
ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې له طالبانو سره د پخلاينې لپاره د سعودي عربستان رول څيړلې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په ايران كې د افغان كډوالو په وړاندې ددغه هيواد د پوليسو چلند څيړلې او ددوى په لاس د افغانانو وروستۍ وژنې ته په اشارې ليكلي، چې ايران د افغان كډوالو په وژلو سره څه غواړي.
په ورځپاڼه كې د لندن د غونډې په اړه د يو افغان ګډون كوونكي نظر هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې ددې غونډې پايلې د افغانانو لپاره چندانې هيله بښونكي ندي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې بيا د همد غونډې د پريكړو په رڼا كې د افغانستان په راتلونكي سياسي جوړښت كې د طالبانو ځاى څيړلې.