د شمالي وزيرستان څخه همدا اوس لروبر ته تازه رسېدلئ خبر وايي چي امريکايي الوتکو نن د شپې له اتو بجو راهيسي په سيمه کي سخته بمباري شروع کړې ده.
د سيمي اوسېدونکي وايي الوتکو د محمدخېل، غرقمر، ديګان او ميرامشاه ته نيژدې ١٣ ميزايل راکټونه غورځولي چي تر اوسه د ١٠ تنو د مړېني پخلى سوئ دئ.
سيمه ايز اوسېدونکي وايي دا چي شپه د مرګ ژوبلي دقيق شمېر نه معلومېږي او ښايي وروسته لوړه سي.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه چي په يادو سويو حملو کي قبايلي جنګيالي وژل سوي که به يې قربانيان بيا د سيمي عام وګړي وي.
ځايي خلګ وايي د نن شپې د حملو له وجي د شاوخوا سيمو په اوسېدونکو کي د بېري وحشت خپور سوئ، په ځانګړې توګه ماشومان او ښځي له سختي بېري سره مخ ده.