نن سهار ( جمه ۲۵ جنوري ) د لر افغانستان په خيبر اجنسۍ د ادم خېلو په دره کي پاکستاني پوځ له خوا عمليات پيل سوي دي ، په دې سيمه کي د سيمه ايزو طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ جګړه روانه ده ، لراو برته رارسيدلي خبرونه وايي چي جګړه هغه مهال پيل سوه کله چي په سيمه کي ځايي طالبانو د پوځ درې د وسلو ډکي لارۍ ونيولې ، نن د جمعې ورځ په سيمه کي د سپکو او درنو وسلو ډزي اوريدل سوي او دواړو خوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
سيمه ايز طالبان وايي چي د پاکستاني پوځ اته کسان يې وژلي او يوشمېر نور يې ټپيان کړي دي ، له بله پلوه پوځ له سيمي څخه د وسله والو طالبانو د پر شا کولو ادعا کوي .
په سيمه کي د عامو وګړو ژوند له ډير ستونزو سره مخامخ سوی دی .
داجګړه لومړی په اخوړوال کلي کي پسله له هغه پيل سوه کله چي وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ درې د وسلو ډکي لارۍ ونيولې او حکومت يې پر وړاندي پوځي بريد وکړ .
په وروستيو خبرونو کي ويل سوي چي ددواړو خواو تر شلو زيات کسان وژل سوي دي .