کور / تازه خبرونه / پاکستان: د افغانستان د خپلولو هيله نه لرو

پاکستان: د افغانستان د خپلولو هيله نه لرو

د پاکستان لوى درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني وايي پر افغانستان باندي د واکمنۍ کولو هيله نه لرو، او دغه هيواد ته يې د پوځ په روزنه کي د مرستي وړانديز په دې موخه نه دئ کړئ چي پر دې هيواد حکومت وکړو.
پاکستان د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د پوځ او پوليسو په روزنه کي د برخي اخيستني وړانديز وکړ چي د ځينو افغاني پوهانو له خوا يې سخت مخالفت وسو.
د افغاني چارو ماهرين وايي پاکستان پر افغانستان باندي د خپل نفوذ د ساتلو په خاطر دا وړانديز کړئ او له دې کاره يې موخه دا ده چي په افغان پوځ او پوليسو کي هم د نورو ملکي ادارو په څېر د خپل نفوذ ريښې وغځوي.
د سياسي چارو شنونکي وايي پاکستان په افغانستان کي د هند له نفوذ څخه په بېره کي دئ، ځکه خو اوس غواړي د افغانستان پوځ د ځان کړي. خو د پاکستان لوى درستيز وايي له دې وړانديز څخه يې موخه له ګاونډي افغان حکومت سره مرسته کول دي.
افغان پوهان ځکه د پاکستان دغه وړانديز يو شوم پلان بولي چي وايي پاکستان که په افغانستان کي د يوه پياوړي پوځ او پوليسو درلودل زغملاى سواى، نو په ١٩٩٢ کال به يې د مجاهدينو په راتګ د شمالي ټلوالي په ذريعه د افغانستان ملي پوځ او پوليس نه دړي وړي کولاى.
هغه مهال د پاکستان لومړي وزير نوازشريف په دې ارتباط ويلي وو: ((ما پاکستان ته دونه خدمت وکړ چي په تاريخ کي چا نه وو ورته کړئ، ځکه د افغانستان ١٥٠ کلنه اردو مي خرابه کړه)).