د پاکستان تر کراچي وروسته چي له ډېره وخته د بېلابېلو ګروپونو له خوا وسله والي تښتوني او ترورونه پکښي کېږي، دا لړۍ د پنجاب مرکز لاهور ته هم ورسېده.
د لاهور پوليس وايي له نن سهار راهيسي د ښار په بېلابېلو سيمو کي څلور تنه په وسله والو حملو کي وژل سوي دي، په داسي حال کي چي په کراچي په دغسي بريدونو کي د نهو کسانو مړېنه له پوليسو سره ثبت سوې ده.
د پاکستان د سند ايالت مرکز کراچي د دغه هيواد تر ټولو غټ، ګڼ مېشتى او تجارتي ښار دئ چي اکثره وخت دغسي قتلونه د غلو او لوټمارانو له خوا ترسره کېږي، خو کله کله سياسي اړخ هم لري.