د بلوچستان ايالت د مرکز کوټي پر کابل سنګ روډ باندي چاودني درې تنه ټپيان کړل.
د کوټي پوليس وايي دغه ماين په يوه کچره دانۍ کي ايښودل سوئ وو چي سهار د ښاروالۍ کارکوونکو پاکوله چاودنه رامنځته سوې ده.
پوليس وايي په دې تور يې څوک نه دي نيولي خو په هکله يې څېړني پيل سوي دي.